لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکایي جنرال وایي روس طالبانو ته وسلې ورکوي


په افغانستان کې دناټو اؤ امریکايي ځواکونو کمانډر جنرال جان نیکلسن تور لګولی چې روسیه نه یوازې دطالبانو مرسته کوي بلکې وسلې هم ورکوي.

د روسیې لخوا طالبانو ته د وسلو ورکولو دا نوي تورونه په داسې مهال مخې ته راغلي چې افغان دولت طالبانو سره د جوړ جاړي هڅې چټک کړي اؤ څیړونکي وایي که روس په رښتیا طالبانو ته وسلې ورکوي نو دا به د سولې روانې هڅې زیانمنې کړي.

په نزدې وختونو کې پاکستان اؤ روس یوبل ته زیات نزدې شوي دي اؤ واشنګټن اؤ کابل دریځ لري چې طالبان اسلام باد پخپل موټي کې نیولي اؤ افغانستان کې پرې جګړو ته دوام ورکوي.

دناټو ځواکونو کمانډر جنرال جان نیکلسن برتانوي خبري اژانس سره یو هرکه کې ویلي روس چې کومې وسلې طالبانو ته ورکوي هغه د تاجکستان له لارې قاچاق کیږي.

امریکایي جنرال ویلي هغوئ سره دطالبانو لخوا لیکلې داسې کیسې شته چې په مطبوعاتو کې خپرې شوي اؤ په دغو کیسو کې ویل شوي چې دښمن دهغوئ مالي مرسته کړې ده ،

جنرال نیکلسن وایي طالبانو منلې چې هغوئ سره کومې وسلې دي دا ورته روسیې ورکړي دي.

هغه دا هم ویلي چې طالبانو سره د روس نیغ په نیغه اړیکې یوه نوې منظرنامه وړاندې کوي اؤ روس د تاجکستان سره په پوله د تمریناتو لړۍ هم پیل کړې ده.

تیر کال هم ناټو په روس تور لګولی ؤ چې طالبانو ته وسلې ورکوي خو روسیې دناټو دغه تورونه رد کړي‌وؤ اؤ دناټو څحخه یې دخپلو تورونو ثابتولو دپاره ثبوتونه غوښتي وؤ.

البته روسیې پخپله دا خبره منلې ده چې هغوئ دداعش دمخنیوي دپاره طالبانو سره اړیکې جوړې کړي دي.

د روس لخوا طالبانو سره د وسلو د مرستې دا تورونه په داسې وخت کې مخې ته راغلي چې افغان دولت طالبانو سره د سولې هڅې چټک کړي اؤ امریکايي چارواکي وایي پاکستان یې هم دفشارونو لاندې نیولی ترڅو طالبان افغان دولت سره روغې ته کښینوي .

دافغانستان وتلی خبریال ښاغلی جاوید احمد همیم کاکړ وایي که چېرې روسیه رشتیا طالبانو سره پوځي مرستې کوي نو د سولې پر هلو ځلو ناوړه اغیزه کوي.خو دا طالبانو پورې اړه لري چې دوی څومره سولې ته لېواله دي

وائس اف امریکا ډیوه سره خبرو کې ښاغلي همیم ویلي که چېرې طالبان هم د جنګ پرځای سوله غواړي نو بیا د روسیې نظامي مرستې به دومره بده اغیزه ونه.کړي.

هغه وویل “سوال دادی چې روسیه ولې طالبانو سره مرسته کوي؟ که هدف یی دداعش پرضد د طالب ملاتړ وي نو دواړه وسله والې ډلې دي ددې پر ځای چې له یوې ډلې مرسته کوي د سولې له روانو هلو ځلو دې ملاتړ وکړي”

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG