لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:ښوونکي اؤ محصلین دې دسولې اؤ ټولټاکنو ملاتړ ته راوړاندې شي


دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني په ښوونکو اؤ محصلینو غږ کړی چې په افغانستان کې د سولې د روانو هڅو اؤ راتلونکو ټولټاکنو ملاتړ ته راوړاندې شي.

کابل کې یوې غونډې ته د وینا په مهال اشرف غني ژمنه کړې چې دتعلیم معیار به ښه کوي اؤ په ټول هیواد کې به د مکتبونو شمېره سیوا کوي.

غونډې ته پخپله وینا کې ولسمشر وویل چې په ګرد هیواد کې به په راتلونکو دوؤ کلونو کې ۶۰۰۰ نوي مکتبونه جوړولی شي چې ددې پلان دپاره ۲۰۰ میلینونه امریکایي ډالر ورکړل شوي دي.

ولسمشر وویل اوس به استاذان دخپلو صلاحیتونو په اساس په دنده ګمارل کیږي اؤ د پیسو ورکولو دلارې به هیڅوک ونکړل شي چې د استاد په چوکۍ مقرر شي اؤ دمعارف دسپیځلي منصب سره جفا وکړي

داشر ف غني ترمخه دا افغانستان کې ۵۰ فیصدي مکتبونه ودانۍ نه لري، ۳.۵ میلینونه ماشومان د زړه کړو نه محروم دي اؤ په ګرد هیواد کې خواوشا ۱۰۰۰ سکولونه تړلي پراته دي.

اشرف غني وویل هغه اړونده دولتي ادارو ته امر کړی چې په ګرد هیواد کې معارف اؤ مکتبونو ته کومې ستونزې پیښې دي هغه باید هوارې کړي.

اشرف غني وویل سږکال به د معارف څانګه کې نور ۱۸۰۰۰ کسان ګمارل کیږي چې له دې امله به دښوونې چارو کې نورې اسانتیاوې برابر شي.

هغه ژمنه وکړه چې د معارف د وزارت په مشرتابه کې به دښځو رول نور هم پیاوړی کوي

اشرف غني وویل دولت به یو داسې پلان عملي کوي چې له مخې به یې راتلونکو دوؤ کلونو کې دافغانستان هره ولسوالۍ کې د مسلکي زده کړو یو مکتب هم وجود ولري

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG