لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

څيړونکي:دنړيوال کپ سېالېو ته دافغانستان وتل د معجزی نه کم نه وؤ


څیړونکي په کال ۲۰۱۹ کې دکرکټ دنړیوال جام کیدونکو سیالیو ته دافغان لوبډلې ورننوتل دیوې معجزې څخه کم نه ګڼي.

د روانې میاشتې په پیل کې په زمبابوی کې د نړیوال جام سیالیو ته د ورننوتلو په پړاؤ کې چې کله افغانستان پرله پسې درې سیالۍ وبائللې نو د افغان لوبډلې کپتان راشد خان ویلي وؤ داسې بریښي چې هر څه دپلان په اساس نه دي روان.

خو کله چې محمد شهزاد (لمړی توپ وهونکی) دکرکټ دنړیوالې شورا دکرکټ د ضابطو څخه د سرغړونې په تور د دوؤ سیالیو دپاره د افغان لوبډلې نه لرې کړل شو نو په دې هم افغان لوبډله د یو سخت ذهني فشار سره مخ پاتې شوه.

په دغه مهال دافغان لوبډلې دکپتان اصغر ستانکزي ناروغي هم اوږده شوې وه اؤ هغه د لمړیو سیالیو څخه بهر پاتې شوی ؤ.

خو دغه هر څه هاغه مهال بدل شول چې افغانستان په یوه سیالۍ کې هانګ کانګ ته ماتې ورکړه اؤ د نړیوال جام سیالیو ته د ورننوتلو دپاره یې خپل قسمت ته انتظار وکړو.

خو بیا قسمت په افغان لوبډله هاغه مهال لورؤینه وکړه چې زمبابوی د متحده عرب اماراتو لوبډلې ته ماتې ورکړه اؤ ویسټ انډیز خپله سیالي وګټله.

دغه هرڅه د افغانستان لوبډلې ته لاره هواره کړه چې د نړیوال جام سیالیو ته ورننوځي.

اي سي سي‌کرکټ ډاټ کام دافغان کرکټ لوبډلې دمشر راشد خان له خولې وایي چې هغوئ لمړۍ درې سیالۍ بائللې وې خو دنړیوال جام سیالیو کې د لوبیدلو دپاره هغوئ ته په داسې وخت کې لاره هواره شوه چې د ټولو سپر سیکس سیالیو د ګټلو ډیر لږ احتمال ؤ.

همدغه راز د نورو ګڼو لوبډلو نتیجې نړیوال جام ته د رسیدلو دپاره دافغان لوبډلې په ګټه تمامې شوې .

دجمعې په ورځ د ائرلینډ په ضد د افغان لوبډلې د بریالیتوب څخه وروسته راشدخان ویلي وؤ” کله چې مونږ د سپر سیکس سیالیو ته د ورننوتلو موقعې د لاسه ورکړې وې نو مونږ ټول ډیر ناهیلي وؤ ځکه چې په کوم ډول مونږ په تیرو پینځه ،شپږو میاشتو کې څومره محنت کړی ؤ نو داسې هیله مو نه درلودله چې د نړیوال جام سیالیو ته د ورننولو پړاؤ کې به داسې ناهیلي پاتې شو”

هغه وایي “مونږ سپر سیکس ته ورسیدو اؤ له دغه ځایه هر څه بدل شول، مونږ د ویسټ انډیز په ضد ګټې لاس ته راوړې اؤ بیا د متحده عرب اماراتو اؤ زمبابوی ترمینځ سیالۍ کې بیخي نو یوه معجزه وشوه، دا هرڅه د هیلو برعکس وؤ”

راشد خان وایي “مونږ ذهن جوړ کړی ؤ چې هرڅه شوني دي که چرې مونږ په سکاټ لینډ، زمبابوی یا هانک کانګ سیالۍ بائللی شو نو زمبابوی یې د اماراتو په لوبډله ولې نه شي بائللی ؟ مونږ ته یوازې په دې دریو سیالیو د پاملرنې اړتیا وه اؤ هغه مو وګټل”

XS
SM
MD
LG