لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د پي ټي اېم د غړو د نيولو پرضد مظاهرې او کابل کې چاؤدنه غندل شوې


د پاکستان په بېلابيلو ښارونو کې نن د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د سيوري لاندې د غورځنګ د غړو د نيولو پرضد احتجاجي مظاهرې شوي او په کابل کې د غورځنګ په ملاتړ ناست پرلت باندې شوې چاؤدنه يې غندلې ده.

احتجاج کوونکو غوښتنه کوله چې په جنوبي وزيرستان کې د پي ټي اېم ملاتړی او د وانا د سياسي اتحاد مشر عارف وزیر دې خوشي کړی شي او وې ويل د غورځنګ غړو ته دې د ګواښونو کولو لړۍ ودرول شي.

احتجاج کوونکو په لاسونو کې بېنرې پورته کړې چې پرې په کابل کې د غورځنګ په ملاتړ په پرلت د شوې چاؤدنې د غندنې ليکل شوي وو.

د پېښور پرېس کلب مخې ته راجوړې احتجاجي مظاهرې ته په وېنا کې فعالي ثنا اعجاز وويل،

"مونږ د رياست خلاف نه يو راپاسېدلي رياست دې نور پوهه شي او د ریاست يو غلط اقدام د ځان نور د ګېرولو برابر دي".

هغې وويل رياست ته دا حق نه دی ترلاسه چې خلک غېب کړي، نن په ټول ملک پښتانه راپاسېدلي دي خپل حق غواړي او خوېندې ميندي يې ورسره څنګ په څنګ ولاړې دي او دا لړۍ به دوامداره ساتي.

فضل خان اېډوکېټ خپل وېنا کې وويل، "پښتانه او وېښ شوي دي پښتون اوس هغه نه دی پاتې دی چې تا تل استعمال کړی دی او دوي ته چې کله دپښتنو ضرورت پېښ شوی استعمال کړي يې دی خو نور به داسې ونشي او د پښتون تحفظ مومنټ د لارې به دوي خپل حق غواړي او ترلاسه کوي".

بل وينا کوونکي شهاب خټک وويل په افغانستان کې د ژغورنې په پرلت د سازش لاندې بريد شوی دوي يې غندنه کوي.

هغه وويل ادارې دې پښتون د غدار په توګه نه وړاندې کوي "مونږ پښتانه ويرول کيږو خو مونږ هر څه تيار يو، مسلې دې په پرامنه ډول هوارې شي، د خلکو د وژنو، غېب کولو او په ګاونډي هېوادونو کې لاس وهنه دې بنده کړی شي ".

په سوات کې احتجاجي مظاهرې ته په وېنا کې اقبال عيسی خېل خټک وويل، هر سړی او اداره دې خپل خپل کار کوي که پوځي دی که پولیس دی او که بل څوک دي.

هغه وويل "دوي د پښتون ژغورنې غورځنګ د نيول شوؤ غړو د خوشي کولو غوښتنه وکړه په کابل کې يې د پښتون ژغورنې د غورځنګ په ملاتړ پرلت باندې د شوې چاؤدنې غندنه يې وکړه".

نوموړي دا هم وويل" دلته (په سوات کې) ډېر پوځيان پنجابيان دي زمونږ په رسم و رواج نه دي خبر، دوي راشي په سړک دپاسه په خلکو غوږونه نيسي بې عزتي يې کوي، بيا دې ماته هم د پاکستان د ائين لاندې يو پاټک راکړي چې زه پرې د پوځيانو لټون کوم او غوږونه پرې ونيسم چې دوي بيا څه وايي".

په مردان کې احتجاج کوونکو د پي ټي اېم غړو غوښتنه کوله چې خپل جايز حقونه غوښتونکي دې ونه ځورول شي، بايد دوي غوښتنې ومنل شي.

په بنو او ډېره اسماعيل خان کې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او پلويانو احتجاجي مظاهرې کړي دي.

په کوټه کې احتجاج کوونکو هم "د ملک په بېلابيلو برخو کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ د غړو د نيولو او تري تم کولو غندنه کوله".

په اسلام اباد، کراچۍ او حېدر اباد کې هم دغه ډول احتجاجي مظاهرې شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG