د افغانستان صدر اشرف غني چې د دوشنبې/ ګل په ورځ ازبکستان ته په سفر تلی نوموړی ویلي يې دي د تاشکند غونډه به تاريخي وي.
ښاغلي غني ويلي " د ازبکستان حکومت او ملت په نوښت د افغانستان په اړه د تاشکند غونډه جوړېږي، یوه تاریخي ورځ به وي او هیله لرم چې د ازبکستان دا کار د تلپاتې سولې زمینه او د سیمه ییزې اجماع لپاره د ثبات شرایط برابر کړي".
ارګ ويلي صدر اشرف غني پرون مازيګر د ازبکستان صدر شوکت ميرضيايف سره کتلي او دواړو په کوک سرای ماڼۍ کې په ليدنه کې " د تاشکند بین المللي کنفرانس، د سولې پروسې، امنیتي او سیمه ییز اتصال په برخو کې د همکارۍ او دغه راز په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزه اړیکو د پراختیا او سیمه ییزو پروژو په اړه بحث او خبرې" کړي دي.
ښاغلي غني " د سیمې د هېوادونو د اقتصادي ودې په برخه کې سیمه ییزه اجماع مهمه بللې او د سیمه ییزه همکاریو او هېوادونو د پېوستون په برخه کې یې د ازبکستان حکومت په ځانګړي ډول د جمهوررئیس میرضیایف هڅې ستايلي دي".
د ازبکستان صدر د افغانستان په اړه د تاشکند د غونډې نه هيله څرګنده کړې چې ښې لاسته راوړنې به ولري.
نوموړي ويلي باثباته او سوله ييز افغانستان د ازبکستان په ګټه دی او ويلي يې دي " چې په دې برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شویو تړونونو عملي کولو، څارنې او چټکولو په اړه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې کړي دي".
د افغانستان په اړوند د ازبکستان د پلازمېنې تاشکند غونډه نن په ۲۷م مارچ د سه شنبې/ نهې په ورځ پېليږي چې د ۲۰ هېوادونو استازي به پکې ګډون کوي.
د دغې غونډې د ګډونوالو په ډله کې د امریکا، اروپايي ټولنې، پاکستان، ایران، چین، روسیې او د مرکزي اسیا د پينځو هېوادونو استازي هم ګډون لري.
د اشرف غني سره د ازبکستان په سفر وزيران او لوړ پوړي چارواکي هم تللي دي.