لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان ته دافغانستان ګواښ،نور زغم مو ختم شوی،دبریدونو جواب به ورکوؤ


کابل کې دپاکستان شازدافیردافغانستان دبهرنیو چارو وزارت دتوغندويي بریدونو په تړاو احضارکړو.

دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت ویلي ،دپاکستان شازدافیر ته یې دافغانستان په ختیزو ولایتونو دتوغندويي بریدونو په هلکه خپلې اندیښې شریکې کړې اوله اسلام اباد څخه یې غوښتنه کړې چې دښه ګاونډيتوب لپاره دې پرافغان خاوره توغندويي بریدونو دوام ته دپای ټکی کیږدي.

افغان چارواکي دعوه کوي چې دپاکستان پوځ په تیرو دوؤ اوونیو کې په کنړ ولایت په سوونو توغندوي بریدونه کړي چې خلکو ته پکې زیانونه اوښتي دي خو پاکستان لا ددغو بریدونو په اړوند هیڅ سپیناوی نه دی کړی.

دبهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال صبغت الله احمدي وائس اف امریکا ډیوه سره په خبرو کې ویلي دپاکستان له شازدافیر سره داحضاریدو په لیدنه کې دبهرنیو چارو وزارت توغندي بریدونه په کلکو ټکو وغندل اودا یې دنړیوالو معیارونو خلاف یوه جدي کړنه وبلله.

احمدي وویل پرکنړ ولایت دپاکستان توغندويي بریدونو او همداراز هغه مالي ځاني او معنوي زیانونه چې دهمدې توغندويي بریدونو له امله رامنځته شوي تیره ورځ مو دپاکستان دسفارت شازدافیردبهرنیو چارو وزارت ته احضار کړاو خپل شدید اعتراض مو دپاکستان شازدافیر مخې ته کیښودل

دبهرنیو چارو وزارت ویلي ،دافغانستان په ختیزو سیمو دپاکستان دپوځ لخوا د توغندويي بریدونو پروړاندې دافغان حکومت برداشت هم حد لري او تردې وروسته به د افغان حکومت غبرګون جدي وي.

نوموړي زیاته کړه"مونږکولی شو چې ښه ګاونډیان واوسو ترڅو سیمه له تاوتریخوالي څخه په امن کې پاتې شي خوپاکستان له دې نه ګټه پورته کوي ،مونږباور لرو چې پاکستان له دې توغندويي بریدونوڅخه هیڅ ګټه ترلاسه نه کړه او امید واریو چې له افغانستان سره په خپل سلوک او رفتار کې بدلون راولي"

هغه په ډاګیز ډول وویل چې له دې وروسته به دتوغندو ي بریدونو پروړاندې دافغان حکومت لیدلوری جدي وي ځکه چې د دا ډول مسایلو دوام سیمه له کړکیچ سره مامخ کوي

دبهرنیو چارو وزارت ویلي دافغانستان په ختیزو سیمو کنړ،نورستان او ډیورنډکرښې ته نږدې دننګرهارپه یوشمیرسیمو توغندوي بریدونه له کلونو راهیسې روان دي اوڅو ځله یې دپاکستان حکومت ته په دې اړه اعتراض هم کړی خو بیا یې هم ددې بریدونو لړۍ جارې ساتلې .

همدارازدبهرنیو چارو وزارت یوبیان هم خپورکړي او ویلي دي دپاکستان حکومت غواړي په دې ډول بریدونو سره دسیمې خلک له خپلو اصلي سیمو بې ځایه کړي او هلته ترهګرو ډلو ته داوسیدو چانس برابره کړي.

دپاکستان حکومت تر دې دمه دافغان حکومت د دې دریځ په اړه څه نه دي ویلي ،خو وړاندې یې ویلي و چې دوی پرهغو سیمو توغندوي بریدونه کوي چې ترې دپاکستان امنیتي پوستې دترهګرو دحملو ترګواښ لاندې وي.

دپاکستان خاورې نه دافغانستان په سرحدي سیمو توغندوي بریدونه په داسې حال کې دمخکني ولسمشر حامدکرزي دواکمنۍ څخه را په دیخوا دوام لري اوپه غبرګون کې افغان حکومت دپاکستان دسفارت چارواکي څوځله احضار کړي چې دکنړ چارواکو ویلي دهمدې توغندويي بریدونود دوام له ویرې ۶ ښوونځي تړل شوي ،لسګونه کورنۍ بې ځایه شوي او دځاني تلفاتوپه ګډون ګن شمیر څاروي هم پکې مړه شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG