لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پېښور کې یو نرښځی له خپل ملګري سره په ډزو وژل شوی


د نهې- سه شنبې په ماخوستن په پېښور کې یو نرښځی او د هغه ملګری ناڅرګندو وسلوالو په ډزو وژلي دي.

د نرښځیانو د اتحادیې مشرې فرزانې دا برید غندلی او وایي که حکومت یې قاتلین ونه نیسي نو دوی به احتجاجونه پیل کړي.

د پېښور د فقیر اباد سیمې یو پولیس مشر طاهر داوړ رسنیو ته ویلي، چې دغه دوه تنه د ښار پر رنګ روډ باندې په یوه رکشه کې سپاره روان وو، چې دوو موټرسایکل سپرو وسلوالو ورباندې ډزې وکړې.

نرښځی او ملګری یې ځای پر ځای وژل شوي او د هغوی مړي د طبي څېړنو (پوسټ مارټم) لپاره د پېښور خیبر مېډیکل کالج ته وړل شوي دي.

پولیس وایي وژل شوی نرښځی دانیال نومېږي چې په چوټکي مشهور وو او ملګری یې اعزاز نومېږي.

که څه هم وسلوال د پېښې له ځایه دستي تښتېدلي دي، خو د پولیسو په وینا چې رکشه چلوونکي یې د موټرسایکل نمبر لیکلي دي او پلټنه یې ورپسې پیل کړې ده.

په پاکستان کې پر نرښځیانو د تشدد او د هغوی د وژنو پېښې عامې دي.

د نرښځیانو د حقونو د اتحادیې د شمېر له مخې په ۲۰۱۵م او ۲۰۱۶م کلونو کې په پاکستان کې ۵۰ نرښځیان وژل شوي دي.

نرښځیان وایي پر دوی د بریدونو په تور تر اوسه هیڅوک نه نیول شوي او نه سزا شوي دي، ځکه خو پر دوی باندې پرله پسې بریدونه کېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG