لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند ته د پاکستان د پوځ خبرداری: زمونږ توان ته په کمه سترګه مه ګوره


د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور د شورو یا چهارشنبې په ورځ په راولپېنډۍ کې په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي چې د باجوه ډوکټورین یواځې د پاکستان په امنیتي اړخ باندې څرخي.

ده وویل، هر پوځي جنرال خپله تګلاره لري خو جنرال باجوه د سولې د راتلو لیدلوری لري.

د جنرال اصف غفور د خبرو غټ ټکي په لاندې توګه دي.

له هندوستان او سعودي عربستان سره اړیکې:

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور له هندوستان څخه وغوښتل چې د پاکستان د بې ثباته کولو هڅې دې ودروي.

"پاکستان په سیمه کې د سولې په برخه کې مثبت رول لوبولی. که هندوستان د افغانستان او یا د لاین اف کنټرول له لیارې په پاکستان کې بې ثباتۍ ته لمن ووهي نو دا به د هند په ګټه هم نه وي. "

نوموړي دا ګواښ هم وکړ:

"هندوستانه زمونږ د غبرګون توان ته هم په کمه سترګه مه ګوره! مونږ په بشپړه توګه چمتو یو او دا وړتیا لرو.

د پوځ ویاند د سیپیک د پروژې په اړه وویل:

"مونږ هیله لرو د سیپېک پروژه به بریالۍ شي. له دې سره به په ټوله سیمه کې سوکالي راشي. که هند ورته د یو ګواښ په سترګه وګوري نو بیا به یې په سیمه باندې اغېز هم منفي وي. که ورسره زمونږ همکاریو ته په منفي سترګه وکتل شي نو دا به هم د سیمې په ثبات باندې ناوړه اغیز وکړي. "

له سعودي عربستان سره د پاکستان د اړیکو په اړه اصف غفور وویل چې هېواد به یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو تړونونو له مخې خپل پوځیان سعودي ته واستوي.

نوموړي وړاندې وویل، چې دا یواځې سعودي نه دی چې مونږ ورسره دوه اړخیز تړونونه لرو بلکه ایراني پیلوټان هم دا مهال په پاکستان کې روزل کیږي.

د بلوچستان سوکالي:

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور وویل، په فاټا کې پوځي عملیات ښه پر مخ روان دي او له همدې امله پوځ اوس په بلوچستان کې د سوکالۍ راوستلو لپاره خپل پام اړولی.

"د فاټا عملیات د ثبات پر لور روان دي له همدې امله مو اوس بلوچستان ته پام اړولی او دغلته مو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات پیل کړیدي. "

اصف غفور د بلوچستان د اوبو، برښنا او ارتباطاتو په برخه کې د شته ستونزو یادونه وکړه او وویل چې وسلوال ځواکونه به بلوچستان ته د ثبات راوستلو په برخه کې کار کوي.

د امریکا او پاکستان اړیکې:

اصف غفور دا رد کړه چې ګواکې له امریکا سره د خبرو اترو په برخه کې ځند او خنډ رامنځ ته شوی:

(له امریکا سره خبرې نه دې بندې شوي. زمونږ اندېښنې شته دي. په افغانستان کې د ترهګرو د پټنځایونو پرضد هم اقدامات شویدي. زمونږ د معلوماتو پر بنسټ په پاکستان کې د ترهګرو پټنځي نشته. "

د امنیتي ادارو لاسته راوړنې:

د پوځ ویاند اصف غفور وویل چې په امنیتي ډګر کې ډېرې لاسته راوړنې لري او د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې استخباراتي ادارو زیاته ونډه درلوده.

ده وویل، که نن مونږ بریالي یو نو دا ټول د استخباراتي ادارو له برکته دي ځکه دوی د کرښې په سر کې ځای لري.

د پاکستان د پوځ د ویاند جنرال اصف غفور ددغو وروستیو څرګندونو په اړه افغانستان او هندوستان لا تر اوسه ځواب نه دی ورکړی.

Recommended

XS
SM
MD
LG