لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جنوبي وزیرستان خبریال شاه زمان مسید له ټانکه تښتول شوی


د جنوبي وزیرستان یو ځایي خبریال ناڅرګندو وسلوالو له خپل کوره د وسلو په زور تښتولی او یوه نامعلوم ځای ته یې وړی دی.

د پاکستان ډان ورځپاڼه لیکي، چې د شاه زمان مسید په نوم دغه ځایي خبریال د پښتونخوا صوبې په ټانک ضلع کې اوسېده، چې وایي د اتوار او ګل- دوشنبې په شپه ناپېژانده کسان په ساده جامو کې کور ته ور ننوتي او هغه یې له ځانه سره بېولی دی.

د تښتول شوي خبریال ورور اسماعیل مسید رسنیو ته ویلي، د کور دروازه یې په نیمه شپه وټکېده، کله چې دوی ور ورته پرانیست نو هغوی بې له پوښتنې کور ته ور ننوتل:

"پینځه کسان کور ته را ننوتل او زما ورور [شاه زمان] یې له ځانه سره کش کړ، کسان مو نه پېژندل خو د ټولو په لاسونو کې توپکونه وو"

خو د ټانک ځایي خبریالانو رسنیو ته ویلي، چې هغه پاکستاني امنیتي ځواکونو نیولی دی. وایي امنیتي ځواکونو لومړی په ټانک کې د جنوبي وزیرستان د خبریالانو پر (مسید پریس کلب) چاپه ووهله او تر هغه وروسته یې شاه زمان له خپله کوره ونیو او له ځانه سره یې بووت.

پاکستاني رسنۍ وایي چې شاه زمان مسید د کراچۍ له یوې اردو ورځپاڼې (امت) او ځینو نورو ورځپاڼو سره خبریال وو او څو میاشتې مخکې هم د پاکستان امنیتي ادارو وړی وو، چې بیا یې تر شاوخوا یوې میاشتې بندي کولو وروسته بیرته خوشی کړ.

خو د پاکستان ډان ورځپاڼه د ځینو سرچینو په اساس لیکي چې شاه زمان شپږ میاشتې مخکې هم ناڅرګندو کسانو تښتولی او څه موده له ځانه سره ساتلی وو.

ورځپاڼه د چارواکو له خولې وایي، د سه- شنبې او چارشنبې په منځنۍ شپه امنیتي ځواکونو او د ساده جامو [استخباراتي] چارواکو غوښتل د پټو معلوماتو له مخې د ټانک په یوه کالونۍ کې په دوو مشکوکو وسلوالو پسې پلټنه وکړي، خو دعوه کوي چې تر عملیاتو مخکې دغه وسلوال هلته له موجود پریس کلبه وتښتېدل.

رپوټونه وایي دغه دوه مشکوک کسان هم له شاه زمان مسید سره یو ځای وو، خو وایي هغوی تښتېدلي او شاه زمان د امنیتي ادارو کسانو وړی دی.

کورنۍ یې وایي په دې اړه یې ځایي قبایلي جرګې ته خبر ورکړی او هغوی له چارواکو سره په دې اړه خبرې کوي، چې شاه زمان بیرته را خوشی کړي، خو تر اوسه د هغه د خوشي کېدو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د تښتول شوي خبریال د تښتونې په اړه د ټانک ځایي پولیس هم څه نه وایي او نه یې تر اوسه د هغه د تښتونې مقدمه (ایف ای آر) درج کړې ده.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG