لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو له روسیې سره د خبرو په بدل کې پېسې غوښتي


د افغانستان لپاره د روسیې سفیر ضمیر کابلوف وايي، طالبانو له روسي استازو سره د خبرو په بدل کې له خپلې ډلې سره د مالي مرستو غوښتنه کړې.

د اسوسیټېډ پریس خبري رسنۍ د راپور له مخې کابلوف په ماسکو کې خبریالانو ته وویل، د روسیې او طالبانو استازو د هغو ادعاو په اړه ملنډې وهلي چې ګواکې روسیه طالبانو ته وسلې ورکوي او زیاتوي چې طالبان وايي خپلې ټولې وسلې له افغان چارواکو او پولیسو څخه په پیسو رانیسي.

" مونږ په دې مسله له طالب استازو سره خاندو او زه به درته ووایم چې ولې؟ دوی (طالبان) وايي، چې دوی به یې بده و نه ګڼي که مونږ ورته وسلې ورکړو خو دوی وسلو ته اړتیا نه لري. طالبان وايي، مونږ ته پیسې راکړئ، مونږ پرې وسلې د افغان پوځ او پولیسو څخه رانیسو. "

کابلوف زیاتوي چې زمونږ استازو طالبانو ته ویلي دي چې مونږ پېسې نه لرو.

هغه وړاندې وویل، روسیه له طالبانو سره ددې لپاره اړیکې لري چې په افغانستان کې د روسي اتباعو امنیت خوندي وي او طالبان د سولې خبرو ته وهڅوي.

"مونږ له طالبانو سره څو کاله مخې وروسته له هاغې اړیکې جوړې کړې کله چې مونږ په افغانستان کې د روسیې د سفارت او د مېشت روسانو د امنیت او د هغوي په وړاندې د ممکنه ترهګریزو بریدونو د ګواښونو په اړه په اندېښنه کې شو. "

د کابل لپاره د روسیې سفیر ضمیر کابلوف دا هم وویل چې امریکا ځکه طالبانو ته د روسیې لخوا د وسلو ورکولو تورونه لګوي چې په افغانستان کې له خپلې ناکامۍ څخه د خلکو پام واړوي.

طالبانو تر اوسه پورې د کابلوف د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو په افغانستان کې د مېشت امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نیکولسن په دې وروستیو کې ویلي و، داسې زیات شواهد شته چې روسیه په افغانستان کې طالبانو ته وسلې ورکوي.

بل پلو د ازبکستان د پلازمېنې تاشکند په نړیوالې غونډه کې په دې ټینګار وشو چې له افغانستان سره ټولې نړیوالې مرستې باید د افغانستان د حکومت له لیارې ترسره شي او له طالبانو، داعش او یا نورو داسې ترهګرو ډلو سره د هر ډول مرستو کولو سره کلک مخالفت څرګند شو ځکه له دې سره افغانستان لا بې ثباته کیږي او شخړه اوږدیږي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG