لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملاله:دپښتون ژغورنې غورځنګ په غوښتنو به چارواکو سره خبرې کووم


دبشري حقونو نړیوالې پښتنې مبارزې ملاله یوسفزئ دپاکستان په حکومت ټینګار کړی چې د پښتون ژغورنې دغورځنګ غوښتنو ته غوږ ونیسي.

هغه وایي دخپلو حقونو دپاره چې څوک هم راپورته کیږي حکومت یې باید غوښتنې واوري اؤ خپل حقونه ورکړي.

اسلام اباد ته دخپل سفر په مهال بیلابیلو رسنیو سره پخپلو خبرو کې ملالې یوسفزئ ویلي هغه به دپاکستان لوړپوړ چارواکو سره لیدنو کې هم دپښتون ژغورنې دغورځنګ په غوښتنو خبرې وکړي.

دیوې پوښتنې په ځواب کې ملاله یوسفزئ غوښتنه کړې چې دپاکستان قبائیلي سیمې دې خیبرپښتونخوا صوبه کې ورګډې کړل شي.

هغې ویلي نن هم سیمه ییز قبائیلي مشران دخپلو سیمو په اړوند دپرېکړو کولو واک نه لري چې دا ډیره دخفګان خبروه ده .

دملاله په وینا دفاټا خلکو ته هم باید د نورو پاکستانیانو په څېر خپل حقونه ورکړل شي اؤ ددې یوه غوره لاره دا هم ده چې قبائیلي سیمې دخیبرپښتونخوا برخه وګرځي.

کله چې دپاکستان یو شخصي ټيلي ويژن چینل دملالې نه پوښتنه وکړه چې ایا هغه به نوره دائمي دهیواد نه بهر ژوند کوي هغې وویل کله چې برتانیه کې خپلې زده کړې سرته ورسوي نو له هغې وروسته به په پخه پاکستان ته راشي اؤ دلته به دجینکو د تعلیم دپاره هلې ځلې وکړي.

هغې وویل یو وخت ؤ چې ګڼله یې که چرته د پاکستان وزیراعظمه جوړه شي نو ددې هیواد دخلکو ټولې ستونزې به هوارې کړي خو اوس پوهیږي چې په پاکستان کې سیاست ډیر دلانجو ډک وي اؤ هغه اوس د وزیر اعظمې جوړیدو هیڅ خواهش نه لري.

ملاله قابو پینځه کاله وروستو دپاکستان په څلور ورځني سفر اسلام اباد ته راغلې اؤ د واپسۍ نه وروسته هغې ویلي ډیره خوشحاله ده چې دخپل هیواد په خاوره یې یو ځل بیا قدمونه کېښودل.

دنوبیل دسولې جائزه ګټونکې ۲۱ کلنه ملاله یوسفزئ یوازې د ۱۲ؤ کالو په عمر وه چې په نهم اکتوبر کال ۲۰۱۲م کې طالبانو هاغه مهال په یوه برید کې سخته ژوبله کړې وه چې له مکتب څخه کور ته ستنیدله.

وروسته هغه د علاج په غرض برتانیې ته یوړل شوه اؤ اوس په برتانیه کې خپلې زده کړې پرمخ وړي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG