لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان د ټاکنو خپلواکه کميسيون د انتخاباتو نېټه اعلان کړې


د افغانستان د ټاکنو د خپلواکه کميسيون چارواکو د يکشنبې/ اتوار په ورځ پخلی کړی چې پارليماني او د ولسوالۍ د شوراګانو انتخابات به د اکتوبر په ۲۰م نېټه کيږي.

د ټاکنو د خپلواکه کميسيون مشر ګلاجان په خبري غونډه کې اعلان کړی "چې نن د ټاکنو خپلواکه کميسيون په رسمي ډول افغانانو ته اعلان کوي چې انتخابات به په ۲۰م اکتوبر وي".

افغانستان کې د اوږدې مودې نه د پارليمان او ولسي شوراګانو د ځنډ ښکار انتخاباتو په تړاؤ فشار دی او د امنيتی ننګونو باوجود کمیسيون دغه اعلان کړی دی.

افغانستان د نړيوالو همکارانو لخوا د فشار سره مخ دی چې د طالبانو د مينځه لرې کولو ۱۷ کاله وروستو دې افغان دولت او سياسي ډلې انتخابات يقيني کړي.

راتلونکي کال د صدارتي ټاکنو څخه وړاندې د انتخاباتو د ځنډولو په سر په افغان سياستمدارو هم پوښتنې راولاړې شوې وې.

راپورونه وايي د انتخاباتو په لړ کې د خلکو د ووټونو په رجسټر کولو کې د تذکرو يا پېژندګلو د کارډونو د نشتوالي ستونزه هم موجوده ده.

په وروستيو کې د ټاکنو کميسيون ويلي چې د تذکرو لرونکو نوم ليکنه به وشي او هغو کسانو ته چې تذکرې نه لري او په شرايطو پوره وي چې شمېره يې نزدې لس ملينه ده دوي ته به د نوم ليکنې له پېلېدو وړاندې تذکرې ورکړی شي.

افغانستان کې چې اوس هم د بدامنۍ لړۍ دوام لري، د ټاکنو خپلواک کمیسيون وايي دوي باوري دي چې د ننګونو او ستونزو باوجود به د طالبانو د ولقې لاندې علاقو کې هم دې ځل له زيات ووټونه کيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG