لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: هيڅ فکرمندي نه لرو که امريکا مو مالي مرستې وتړي


مفتاح اسماعيل
مفتاح اسماعيل

د پاکستان د وزيراعظم د مالي چارو مشاور مفتاح اسماعيل ويلي پاکستان هيڅ فکرمندي نه لري که امريکا يې ټولې مالي مرستې وتړي.

اسماعيل دا خبره په داسې حال کې چې امريکې د پاکستان پوځي مرستې ځنډولي اود فرورۍ په مياشت کې يې د دغه هېواد د ترهګرو د مالي مرستو د څار په نوملړ کې شاملولو وړانديزکړی ؤ.

مفتاح اسماعيل فنانشل ټايمز ته ويلي "مونږ (پاکستان) په نړۍ کې شپږم يا اووم غټ ملک يُو او اووم غټ پوځ لرو، مونږ د څو ملينه ډالرو په سر د خپلې قامي ګټې سودا نه کوو، زه ستاسو سره لوظ کوم".

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د تېر کال اګست په مياشت کې د سويلي اسيا او افغانستان دپاره خپله اعلان کړې تګلاره کې په پاکستان سختې نيوکې کړې وې چې په خپله خاوره يې ترهګر ساتلي.

پاکستان دغه تورونه رد کړي او له هغې وروستو د دواړو هېوادونو اړيکې هم تاؤژنې شوې وې.

ټرمپ د روان کال په لمړۍ نېټه هم خپل ټويټ کې ويلي ؤ پاکستان په تېرو ۱۵ کلونو کې د امريکا نه ۳۳ اربه ډالره اخستي خو په بدل کې يې ورته دروغ ويلي دي، له دغې وروستو امریکا د پاکستان نزدې دوه اربه ډالره پوځي مرستې هم ځنډولي وې.

امریکايي چارواکو ويلي که پاکستان په خپله خاوره د حقاني شبکې او نورو ترهګرو چې په افغانستان کې بدامني جوړوي پرضد غوڅ عمليات وکړي نو کولی شي چې امريکايي مرستې ترلاسه کړي.

د فرورۍ په مياشت کې امریکا وړانديز کړی ؤ چې پاکستان دې د ترهګرو د مالي مرستو د څار په نوملړ کې شامل کړی شي.

خو په پېرس کې په غېر قانوني توګه د پېسو لېږلو د څار نړیوالې ادارې اېف ای ټي اېف په غونډه کې بياپاکستان ته د درېو میاشتو پورې وخت ورکړی شوی او د څار په نړيوال تور نوملړ کې نه ؤ شامل کړی شوی.

که څه هم پاکستاني چارواکي وايي چې د امريکايي امداد تړلو کېدو ډېره فکر مندي نه لري خو واشنګټن پوسټ د مارچ په لمړيو کې په خپل يو راپور کې لیکلي ؤچې پاکستاني چارواکي کله خبر شو چې د اېف ای ټي اېف (فاينانشل اېکشن ټاسک فورس) نه ورته د بندېزونو خطره ورپېښه ده نو سمدستي يې د ترهګرۍ پرضد قانون کې بدلون وکړ، د تندلارو مذهبي ډلو د مالي سرچینو او پنګو تړلوګامونه يې پورته کړه.

ټاکل شوې چې پاکستان به د مئي په میاشت کې د مالیې د څار نړیوالې ادارې ته د ترهګرو د مالي سرچینو د تړلو پلان وسپاري، که ومنل شو نو رسمي اعلان به وشي چې پاکستان د څار په خړ لیسټ کې شامل شو، خو که ونه منل شو نو کېدای شي له شمالي کوریا او ایران سره د څار په تور لیسټ کې شامل کړل شي.

مفتاح اسماعيل ويلي دوي د غېرقانونه پېسو د لېږلو د مخنيوي دپاره ځینې ګامونه پوره کړي او هيله مند چې نړیواله ورورولي اماده کړي چې نور بندېزونه پرې ونه لګوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG