د امریکا او د جنوبي کوریا ترمنځ ګډ پوځي تمرینونه پیل شول
د امریکا او د جنوبي کوریا ترمنځ د ګډو پوځي تمرینونو دایمي درول به له شمالی کوریا سره د اټومي خبرو په برخه کې یو مهم ګام وي خو اوس دغه ګډ تمرینونه په دې اونۍ کې پیل شویدي.
دغه تمرینونه په جنوبي کوریا کې د المپیک د لوبو د ارامتیا لپاره ځنډول شوي وو او د شمالي کوریا د اټومي پروګرام په اړه د خبرو لپاره یې په بڼه کې هم بدلون راغلی.
په سږنیو ګډو تمرینونو کې به هم لکه د پخوانیو په څېر ۲۳۰۰۰ امریکايي او ۳۰۰۰۰۰ د جنوبي کوریا سرتیري برخه واخلي.
ګد سرتیري به د جګړې د ډګر مانورونه او د کمپیوټر له لیارې د شمالی کوریا نمایشي بریدون ته د غبرګون ښودلو په برخه کې تمرینونه ترسره کړي.
په سږنیو تمرینونو کې د برید کونکو پرځای په دفاعي تمرینونو زیات ټینګار شوی.
د سږ کال په دې دور تمرینونو کې د امریکا د اټومي ظرفیت لرونکې الوتکې او د الوتکو د لېږد بېړۍ هم برخه نه اخلي.