لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکندوز بمباري:ملګرو ملتونو دماشومانو اؤ ملکي وګړو د وژنې پلټنې پیل کړي


ملګرو ملتونو تیره ورځ دافغانستان کندوز ولایت کې په شوې هوایي بمبارۍ کې د ماشومانو اؤ عامو وګړو د وژنې د راپورونو پلټنې پیل کړي دي.

دسه شنیې په ورځ خپل یو لنډ بیان کې افغانستان کې دملګرو ملتونو معاون مشن ویلي دبشري حقونو پلټنیزه ډله کندوز ته رسیدلې تر‌څو دتیرې ورځې بمبارۍ کې دماشومانو اؤ ملکي وګړو د وژل کیدو په اړوند پلټنې وکړي.

ددوشنبې په ورځ داسې راپورونه مخې ته راغلي وؤ چې افغان هوائي ځواکونو کندوز کې دطالبانو په یوه دستوره بمباري کړې ده چې د ۱۰ مهمو طالب کمانډرانو په ګډون پکې لږ تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي اؤ شلګونو نور ژوبل شوي دي.

په سوشل میډیا هم ددغه بمبارۍ په هکله متضادې دعوې کیږي ، څوک په بمبارۍ کې وژل شوي خلک عام وکړي اؤ د مدرسې طالبان ښایي اؤ څوک وایي چې په کومه غونډه دابمباري شوې ده هغې کې دطالبانو دکوئټې دشورا مهم مشران شریک وؤ.

دملګرو ملتونو مشن پخپل بیان کې ویلي چې ټولو خواؤ ته په جنګونو کې د عامو وګړو ژغورنه د نظر نه ویستل پکار نه ده ده.

په سوشل میډیا داسې عکسونه هم مخې ته راغلي چې پکې مړه شوي واړه ماشومان په روغتونونو کې اؤ دپلرونو غیږو کې پراته لیدل کیږي اؤ دعوه کیږي چې دا ماشومان په بمبارۍ کې وژل شوي یا هم ژوبل شوي دي.

دغه بمباري د کندوز په دشت ارچي ولسوالي کې شوې وه کومه چې دطالبانو دواک لاندې سیمه ګڼل کیږي اؤ افغان ځواکونو دعوه کړې وه چې دغلته د کوئټې دشورا اړوند طالب مشران دترهګرۍ پلانونو دپاره راټول شوي وؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG