لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا ولسي تحریک د پښتون ژغورنې غورځنګ بشپړ ملاتړ اعلان کړ


د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوونکي پښتون ولسي تحریک تېره ورځ په رسمي توګه په دې مقصد د پښتون ژغورنې غورځنګ بشپړ ملاتړ اعلان کړ، چې پر اتم اپرېل د دې غورځنګ له خوا را بلل شوې ولسي غونډه کامیابه کړي.

که څه هم د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ په لکونو عامو پښتنو کړی دی، چې زیات پکې د پښتنو د ملتپالو ګوندونو د غړیو دی او مشرانو یې وخت په وخت د غورځنګ په ولسي غونډو کې برخه اخیستې، خو دغو ګوندونو په رسمي توګه د دې تحریک د ملاتړ اعلان نه دی کړی.

د پښتون ولسي تحریک مشر اجمل خان باور ورکړ او په بېلابېلو سیمو کې یې پر خپلو غړیو ږغ وکړ، چې د پېښور د ۸م اپرېل په جلسه کې په زیات شمېر سره ګډون وکړي:

"موږ د پښتون ژغورنې غورځنګ د ټولو آییني او قانوني غوښتنو ملاتړ کوو".

​د ګل- دوشنبې په ورځ په پېښور کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې د پښتونخوا ولسي تحریک مشر اجمل خان وویل، چې د دوی تحریک تل په پاکستان کې د پښتنو د حقونو لپاره ږغ پورته کړی دی او په دې برخه کې یې د سیاسي ګوندونو او تحریکونو ملاتړ کړی دی.

عوامي نېشنل ګوند د ګل- دوشنبې په ورځ د چارسدې په غونډه کې اعلان وکړ، چې د پښتنو پر ستونځو به یو ټول ګوندیز کانفرنس کوي. دې ملتپال ګوند رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه څه نه دي ویلي، خو ځینې ناتایید شوي رپوټونه وایي، په دې غونډه کې پرېکړه شوې چې د عوامي نېشنل ګوند غړي د پښتون ژغورنې غورځنګ په جلسه کې ګډون ونه کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ولس ته وینا کوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ولس ته وینا کوي.

اجمل خان وویل دوی به د هر هغه سازمان ملاتړ ته دوام ورکوي، چې د پښتنو د ګټو لپاره کار کوي او په دې برخه کې له پیله راهیسې د پښتون ژغورنې غورځنګ بشپړ ملاتړ کوي.

ښاغلی اجمل وایي د پښتون ژغورنې غورځنګ په پاکستان کې په تېرو څو لسیزو کې له پښتنو سره د میرې مور د کېدونکي چلند په غبرګون کې جوړ شوی دی.

نوموړی زیاتوي چې حکومت د پاکستان د ټولو صوبو پښتانه له پامه غورځولي وو، خصوصاً د قبایلي سیمو (فاټا) خلکو په خپلو سیمو کې د کډوالو غوندې ژوند کاوه.

د پښتون ولسي تحریک مشر وایي د قبایلي سیمو خلک له اوږدې مودې د ترهګرۍ په نامه په خپلو سیمو کې یرغمل ساتل شوي وو او اوس بیا د پاکستان په لویو ښارونو کې غیرعدالتي وژنو د دوی ژوند په بشپړه توګه اغېزمن کړی دی.

اجمل خان وایي د پښتون ژغورنې غورځنګ اوس تر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو محدود نه دی، بلکې څانګې یې د هېواد نورو برخو ته هم غزېدلې دي او دا غورځنګ اوس د ټولو محکومو او مظلومو خلکو لپاره ږغ پورته کوي.

پښتون ولسي تحریک له خلکو خصوصاً له خپلو غړیو وغوښتل چې په خپلو سیمو کې وره په وره کمپاین وکړي او خلکو ته د پښتون ژغورنې غورځنګ د جلسې په اړه پوهه ورکړي، چې په را روانه جلسه کې ټول خلک بوډاګان، ځوانان، ښځې او ماشومان په شریکه ګډون وکړي.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند په رسمي توګه د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ نه دی اعلان کړی، خو په غورځنګ کې د خپل ګوند د مشرانو او غړيو پر فعالیت یې نه اعتراض کړی او نه یې د مخنیوي څه خبر مخې ته راغلی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG