لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دکندوز په پېښه دپاکستان خفګان ته ولې دشک په نظر کتل کیږي؟


په کندوز کې داوړمې ورځې دبمبارۍ په ضد پاکستان کې په حکومتي اؤ سیاسی کچه سخت احتجاج مخې ته راغلی دی

ددغه هیواد د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي لخوا دکندوز دپېښې دغندلو ترڅنګ دپنجشبې په ورځ دپنجاب ایالت اسمبلۍ کې هم دغندنې قرارداد جمع کړل شوی دی

وزیراعظم شاهد خاقان عباسي دافغانستان په کندوز ولایت کې داوړمې ورځې په شوي برید سخته خواشیني ښکاره کړې ده اؤ ویلي یې دي چې دکندوز په څیر پېښې د تندلاریتوب اؤ ترهګرۍ سوب جوړیږي.

په پاکستان کې د کندوز په بمبارۍ دحکومت، مذهبي ګوندونو اؤ میډیا لخوا سخت غبرګون مخې ته راروان دی خو په سوشل میډیا بیا په دغه پیښه یو شمیر خلک دپاکستان غبرګون ته دشک په نظر ګوري اؤ نیوکه کوي چې په کندوز کې پاکستان پلوه طالبانو باندې بمباري شوې ده ځکه پرې پاکستان خفه دی.

تیره ورځ دافغانستان کندوز ولایت کې دافغان ځواکونو په یوه بمبارۍ کې تر ۵۰ؤ پورې کسان وژل شوي وؤ چې وروسته په دغو وژل شوؤ کسانو کې دبېګناه ماشومانو اؤ ملکي خلکو د وژنې دعوې هم مخې ته راغلې.

په شوسل میډیا د ځینو وژل شوؤ ماشومانو عکسونه هم خپاره کړل شوي اؤ دعوې شوي چې دا ماشومان دکندوز په برید کې وژل شوي خو یوه طبقه خلک بیا دغه عکسونه زاړه ګڼي اؤ وایي طالبان اؤ دهغوئ خواخوږي د زړو عکسونه په خپرولو سره غواړي چې دخلکو همدردۍ ترلاسه کړي

ملګري ملتونه وایي چې دغه بمبارۍ کې د ماشومانو اؤ ملګي خلکو د وژنې د راپورونو په هکله یې پلټنې پیل کړي دي.

اسلام اباد کې دترهګرۍ دمخنیوي دنړیوال سازمان یوې دستورې ته پخپله وینا کې دپاکستان وزیراعظم هم دکندوز په پیښه وغږیدلو اؤ دغه بمباري یې ظلم یاد کړو.

دپاکستان وزیراعظم وویل کندوز کې بمباري په یوه دیني مدرسه شوې ده اؤ بېګناه ماشومان پکې وژل شوي چې په دې د نړۍ ټول بشر دوسته خلک خفه دي.

خو په سوشل میډیا بیا دکندوز په پیښه پاکستان کې په کیدونکي احتجاج پوښتنې راولاړې شوي اؤ دسوشل میډیا فعالین وایي چې په کابل اؤ قندهار کې خو هم په نزدې ورځو کې په سوونو بېګناه ماشومان، ملکي خلک اؤ امنیتي سرتیري په ځانمرګي بریدونو اؤ چاودنو کې وژل شوي ولې پاکستان دهاغو وژنو له امله دطالبانو په ضد غږ نه دی پورته کړی اؤ ولې پرې دپاکستان میډیا چپه خوله پاتې شوې ده؟

دپاکستان وزیراعظم وویل هیواد یې افغانستان کې امن غواړي اؤ دامن له خاطره یې پاکستان سره په ګډه پوله ازغن تار لګول پیل کړی دي .

هغه دعوه وکړه چې پاکستان دترهګرۍ په ضد جګړه کې تر هرچا زیاتې قربانۍ ورکړي اؤ دبې نظیر بوټو په څیر لویه سیاستمداره یې په دې جګړه کې بائللې ده .

پاکستان وایي افغانستان سره په پوله ازغن تار د ترهګرۍ دمخنیوي په خاطر لګوي خو افغان چارواکي بیا دریځ لري چې ترهګر دپاکستان لویو ښارونو کوئټه،اسلام اباد،پیښور اؤ کراچۍ کې پټ دي باید پاکستان په دغو لویو ښارونو کې دترهګرو په ضد عملیات وکړي.

افغان دولت دا هم واضحه کړې ده چې دفرصت به پیدا کولو سره به دپاکستان لخوا په پوله جوړیدونکي تاسیسات له مینځه وړي

XS
SM
MD
LG