لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتنو ښځو د پېښور جلسې بلنې ووېشلې: د پښتنو د حقونو لپاره را وتې یو برخه پکې واخلئ


د پښتون ژغورنې غورځنګ د نارینه غړو تر څنګ ښځینه غړو هم نن د پېښور په بازارونو کې پر خلکو د اتم اپرېل د جلسې بلنې ووېشلې.

دغه ښځې وایي خلکو ډېر مثبت ځواب ورکاوه او په جلسه کې یې د ګډون ډاډ ورکاوه، خو وایي ډېر خلک به حیران وو چې څنګه ښځې د یوې جلسې لپاره خلکو ته بلنې ورکوي.

د وي.او.اې ډیوه د خبریال په جوړه شوې ویډیو کې لیدل کېږي، چې د غورځنګ دوې فعالې مېرمنې ثناء اعجاز او وړانګه لوڼۍ د پېښور په صدر بازار کې دوکاندارانو، پر تړو باندې د شیانو پلورونکو، موټرچلوونکو او رکشه چلوونکو ته بلنې ورکوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ دغه مېرمنې خلکو ته نه یواځې لیکلې بلنې ورکوي، بلکې خلکو ته په خوله هم وایي، چې د اتم اپرېل د جلسې مقصد څه دی او دوی باید ضرور ګډون پکې وکړي.

ثناء اعجاز چې د دغو مېرمنو په مخه روانه وي، هر دوکان ته چې ور ننوځي نو ورته وایی: "دا د اتم اپرېل د جلسې بلنه ده، د پښتنو د حقونو لپاره را وتې یو، نو خامخا چې خپله حصه پکې واخلئ".

وړانګې لوڼۍ وي.او.اې ډیوه ته وویل، ډېرو خلکو ته به یې چې د جلسې بلنې ورکولې، نو هغوی به مخکې له مخکې خبر وو او د پښتون ژغورنې غورځنګ له ټولو هڅو خبر وو:

"موږ پر لاره تلونکو نارینوو او ښځو ته هم بلنې ورکولې، دوکاندارانو او په دوکانونو کې سودا اخیستونکو خلکو نارینوو او ښځو ته مو هم بلنې ورکولې او د ښځو کلب ته هم د بلنو ورکولو لپاره ورځو".

دغو مېرمنو نن د پېښور په صدر بازار، یونیورسټي ټاون، خیبربازار او اندرشېر بازار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د ۸م اپرېل په زرګونو بلنې ووېشلې. وایي دوی چې څومره بلنې ورسره اخیستې وې هغه ټولې ور ختمې شوې.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG