لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سلمان خان مينه وال هغه ته په اورول شوې سزا خفه دي


سلمان خان
سلمان خان

د هند فلمي ستوري سلمان خان ته د عدالت لخوا په سزا اورول کېدو د هغه مينه والو سخت خفګان څرګند کړی دی.

سلمان خان ته پرون د پنجشنبې/ زيارت په ورځ د هند يو عدالت د دوه هوسيو په غېر قانونه توګه د ښکار کولو په سر د پينځه ؤ کالو بند سزا اورولې وه.

په سوشل ميډيا د هغه ډېری مينه والو د عدالت په فېصله ټکونه کړي او ويلي يې دي سلمان خان سره داسې نه ؤ پکار.

په ټيويټر د سلمان خان په ملاتړ کې د يوې ماشومې ويډيو خپره شوې چې پکې هغه په سلمان خان پسې ژاړي.

ويل شوی چې کله دغه وړې ماشومې په خبرونو کې وليده چې سلمان خان بندي شو نو هغې چغې کړې چې سلمان خان بهايي، هغې خوراک پرېښودی او يواځې وايي چې سلمان خان بندي شو.

د پاکستان يوې هنرمندې ماورا حسېن ویلي،

"په نړۍ کې چې بشري حقونه نشته، يو ستر شخصيت ته د څاروي په وژلو سزا ورکړی شوه. او په دې کې څه ډېر غلط شوي دي".

مويز ادا ويلي چې هغه د سلمان خان مينه واله ده او په خپره کړې ويډيو کې يې د سلمان خان د خوشي کېدو دپاره د دعا کولو ويلي دي.

اسماعيل خان ليکلي،

"دا د سلمان خان د مینه والو سره ظلم دی".

پاکستان کې د سلمان خان ډېری مينه والو د هغه په سزا خفګان څرګند کړی خو ډېرو دغه سزا په بدل انداز کې ياده کړې ده.

لکه د حافظه په نوم اکاونټ نه ليکل شوي،

" د نه منلو وړ د عدالت فېصله، ستوری هنرمند سلمان خان په جېل کې. که څه هم د جرم سزا وروستو ورکړی شوه خو سمه ده. خو په پاکستان کې ترهګرو ته اجازه ورکړی کيږی او سزا نه ورکړی کيږي".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG