لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شاهدافريدي د کشمير بيان ته د هندي لوبغاړو سخت غبرګون دوام لري


شاهد افريدي. سريش راينا. سچن ټنډولکر
شاهد افريدي. سريش راينا. سچن ټنډولکر

د پاکستان د کرکټ لوبډلې پخواني کپتان او ستوري لوبغاړي شاهدافريدي د کشمير په اړه بيان ته د هندي لوبغاړو ځوابي سخت غبرګون دوام لري.

شاهد افريدي د سه شنبې/ نهې په ورځ ټویټ کړی ؤ ، چې د هند د ولقې لاندې کشمیر کې ناوړه او د اندېښنې وړ حالات دي او له کشمیریانو سره ظلمونه کېږي. افريدي د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې پوښتلي، چې ولې د دې حالاتو مخنیوی نه کوي،

"(د هند) زورواک حکومت بې ګناه خلک وژني او مقصد یې دا دی چې د خپل اختیار او ازادۍ لپاره د خلکو غږ بند کړي".

د افريدي دغه بيان ته د هند پخواني ياد لوبغاړي کپيل دېو ویلي، "که څه هم ويلي افريدي ته بايد پاملرنه ونشي".

پخواني ستوري بېټسمېن سچن ټنډولکر ويلي،

"د بهر نه چاته ضرورت نشته چې مونږ ته اووايي چې مونږ ته څه کول دي".

له دې وړاندې د ګوتم ګمبیرهم ټويټ کړی او ويلي يې ؤ.

"رسنیو زمونږ د کشمیر په اړه د شاهد افريدي پر ټویټ راڅخه غبرګون وغوښت. د ویلو څه پاته دي؟ افریدي یواځې ملګرو ملتونو ته په تمه دی، چې د ده په زاړه قاموس کې ورته "نولس کلن لوبغاړي" ښکاري. رسنۍ دي زغم وکړي، شاهد افریدی د خپل نوبال ردېدل لمانځي".

خو شاهد افريدي بيا ويلي چې هغه د کشمير په اړه په خپل دريځ ټينګ ولاړ دی او زياته کړې يې ده چې هندي میډيا منفي رول لوبوي.

يو ځايي ټي وي سره په خبرو کې هغه ویلي، د دغه ميډيا له کبله د پاکستان او هند اړيکې کله نشي ښه کېدی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG