لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني پاکستان ته:په ډیورنډ سرغړؤنې دهیچا په ګټه نه دي


دپاکستان اؤ افغانستان ترمینځ شوؤ خبرو اترو کې افغان ولسمشر اشرف غني د ډیورنډ په کرښه دپاکستان لخوا په کېدونکو سرغړؤنو اندېښنې ښکاره کړي اؤ دپاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ته یې ویلي چې اوسنی وضعیت دهیچا په ګټه دی.

دپاکستان وزیراعظم دجمعې په ورځ دافغان ولسمشر اشرف غني په بلنه دکابل په سفر تللی اؤ دغلته یې د ولسمشر غني سره په یو لړ مهمو موضوعاتو خبرې اترې اترې کړي دي.

د دواړو هیوادونو مشران په دې خبره صلاح شوي چې پاکستان څخه دافغان کډوالو خپل هیواد ته په درناوي ستنولو دپاره به د دواړو هیوادونو یو ګډه ډله مهال ویشل اؤ میکانزم جوړوي.

دافغانستان دصدارتي ماڼۍ لخوا د جاري شوي بیان له مهې د دواړو هیوادونو دمشرانو ترمینځ کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو، تروریزم سره د مبارزې، منطقوي اتصال، د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت دسولې د مذاکراتو، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د سرغړونو، په عزت سره د کډوالو د راستنېدو، د سړک جوړولو او ريل پټلۍ د پروژو، د زندانیانو د تبادلې او د ”سولې او پیوستون لپاره د افغانستان ـ پاکستان د عمل پلان سند“ د نهايي کولو په اړه بحث او خبرې شوي دي.

بیان وایي ولسمشر اشرف غني له هغې غاړې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د سرغړونو موضوع په جدي توګه د پاکستان وزیراعظم سره مطرح کړه او هغه ته یې په ټینګار وویل، اوسنی وضعیت د هیچا په ګټه نه دی او باید هر راز تشویش د رسمي مراجعو، بحث او مذاکراتو له لارې شریک او حل شي.

همدارنګه دواړو غاړو په منطقوي اتصال په ځانګړي ډول د افغانستان له لارې له منځنۍ اسیا څخه پاکستان ته د انرژۍ په انتقال، د کویټه ـ کندهارـ هرات او د پيښورـ جلال اباد د ریل پټلۍ د دوو سترو پروژو او پيښورـ جلال ابادـ کابل د لویې لارې د جوړولو د عملي کار په پیلولو بحث او خبرې وکړې.

په دغه کتنه کې موافقه وشوه چې هېواد ته په عزت سره د افغان کډوالو د راستنېدو لپاره دې د دواړو هېوادونو ګډ پلاوی واضح مهال‌وېش او میکانیزم ترتیب کړي.

دغه راز له منځنۍ اسیا څخه پاکستان ته د افغانستان له لارې د برېښنا د اتصال او انتقال په اړه د دواړو هېوادونو پلاوی موظف شو.

همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د زندانیانو د تبادلې لپاره د یو سند چمتو کولوپه اړه د بحث او موافقې ترڅنګ پرېکړه وشوه چې د دواړو هېوادونو د ملي امنیت سلاکاران او د بهرنیو چارو وزارتونه به د ”سولې او پیوستون لپاره د افغانستان ـ پاکستان د عمل پلان سند“ نهايي کړي.

ولسمشر غني، په افغانستان کې سوله د سیمې د ثبات کیلي وبلله او زیاته یې کړه "موږ او تاسې په داسې حساس پړاوو کې قرار لرو چې د دواړو هېوادونو د مشرانو تصامیم د راتلونکو نسلونو ژوند او سوکالي خوندي کولی شي"

دغه راز په اندونیزیا کې د افغانستان د سولې په تړاو د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د دیني علماوو په جوړېدونکي کنفرانس هم بحث وشو.

د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي طالبانو ته د جمهوررئیس غني د سولې د وړاندیز هرکلی وکړو او د افغانانو په مشرۍ یې سوله د حل یوازینۍ لاره وبلله او په دې برخه کې يې د خپل هېواد په استازیتوب د همکارۍ ډاډ ورکړو.

همدارنګه د پاکستان لومړي وزیر د دغې کتنې په پای کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني ته بلنه ورکړه چې یاد هېواد ته رسمي سفر وکړي.

د ولسمشر اشرف غني لخوا تیره میاشت طالبانو ته د سولې د وړاندیز نه وروسته کابل ته دپاکستان د صدراعظم سفر ډیر مهم ګڼل کیدو اؤ څیړونکو هېلې ښودلې وې چې ددواړو هیوادونو د مشرانو دخبرو مهمه موضوع به طالبان سولې ته راګرځول وي خو افغان حکومت لخوا ددغه کتنې په اړوند جاري شوي بیان کې دطالبانو اؤ افغان حکومت ترمینځ سوله کې دپاکستان په کردار هیڅ خبره نه ده شوې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG