لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتین: د پېښور جلسې ته د ننګ په پار راشئ، د خپلو ورکو خلکو غټ عکسونه هم راوړئ


د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا د ۸م اپرېل د جلسې کمپاینونو نن هم دوام درلود، چې د پېښور په شمول په ایبټ اباد، اسلام اباد او نورو سیمو کې جلسې ته د خلکو د را بلنې غونډې شوې او د پېښور په جوماتونو کې خبرپاڼې وېشل شوې دي.

د اسلام اباد په ترنول کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د جمعې په ورځ د پښتنو یوې غونډې ته په وینا کې بیا تکرار کړه، چې د احتجاجونو مقصد یې په سوله ییز ډول د خپلو حقونو غوښتنه ده. پښتین له خلکو وغوښتل چې د ننګ په پار د پېښور په جلسه کې ګډون وکړي:

"د چا چې څوک ورک دي د هغوی تصویر او لږ معلومات پر یوه بېنر جوړ کړئ او د پېښور جلسې ته یې راوړئ، د پېښور په جلسه کې به ټول مظلوم خلک وي او هغه به هم وي چې دوه دوه- درې درې بچي یې ورک دي".

د وي.او.اې ډیوه په یوه ویډیو کې لیدل کېږي چې ځینې ځوانان د جوماتونو مخې ته ولاړ دي، د منظور پښتین غوندې خولۍ یې پر سر دي او له لمانځه را وتونکو خلکو ته د ۸م اپرېل د جلسې خپرپاڼې ورکوي.

د پېښور محبت خان جومات مخې ته ولاړ یو ځوان هاشم خان مندوخېل وو، چې له کراچۍ پېښور ته ورغلی او د ۸م اپرېل د جلسې خپرباڼې یې وېشلې. هغه په خپلو خبرو کې وایي:

"موږ راوتلي یو کور په کور، حجره په حجره او جومات په جومات ګرځو ټولو ته بلنه ورکوو چې جلسې ته راشي، ځکه دا د پښتنو مسئله ده".

د پېښور محبت خان جومات مخې ته ولاړ ځوان هاشم خان مندوخېل د ۸م اپرېل د جلسې خبرپاڼې وېشي.
د پېښور محبت خان جومات مخې ته ولاړ ځوان هاشم خان مندوخېل د ۸م اپرېل د جلسې خبرپاڼې وېشي.

د خبرپاڼو د وېشلو تر څنګ د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا د پېښور په هر ځای کې پر دېوالونو اشتهارونه هم لګول شوي دي او په بېلابېلو سیمو کې په لاوډسپیکرونو کې هم اعلانونه کېږي او له خلکو غوښتنه کېږي، چې د ۸م اپرېل په جلسه کې ګډون وکړي.

د پېښور جلسې لپاره د پي ټي ایم مشرانو په تېرو ورځو کې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو، سازمانونو، وکیلانو، ډاکټرانو، تجارانو او د ژوند له نورو څانګو سره تړلیو خلکو سره ولیدل او په دې لړ کې یې زیارت- په ورځ په اکوړه خټک کې د حقانیه مدرسې له مشرانو سره هم ولیدل، چې د غورځنګ د مشرانو په وینا هغوی یې تود هرکلی یې وکړ او د دوی د غوښتنو ملاتړ یې وکړ.

حقانیه مدرسې ته د منظور پښتین په مشرۍ د پلاوي پر ورتګ په ټولنیزو رسنیو کې د پښتنو د دې پاڅون ځینو پلویانو نیوکې وکړې، ځکه چې د دوی په وینا د دې مدرسې مشران هم پر پښتنو په ظلمونو کې شریک اوسېدلي دي، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مشر علي وزیر نن پېښور کې خپلو پلویانو ته په دې اړه سپیناوی وکړ:

"موږ چې حقانیه مدرسې ته ورغلو هغوی زموږ استقبال وکړ او بیا یې په خپلو خبرو کې وویل: د پي ټي ایم چې کوم مطالبات دي یا د پښتون ولس چې کومې خبرې دي موږ یې تایید کوو او دا ښکاره په دې مدرسه کې وایو، چې دا قانوناً او شریعاً جایزې دي او موږ کلک درسره ولاړ یو".

د کوټې په صادق شهید لوبغالي کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د ۱۱ مارچ جلسې ته په پام سره- چې شاوخوا شل زره کسانو پکې ګډون وکړ- اټکل کېږي چې د پېښور په جلسه کې به تر هغه هم زیات خلک ګډون وکړ، نو د جلسې د امنیت لپاره څه ګامونه پورته شوي دي، علي وزیر په دې اړه وي.او.اې ډیوه ته وویل:

علي وزیر د پي ټي ایم یو مشر.
علي وزیر د پي ټي ایم یو مشر.

"په جلسه ګاه کې امنیت ساتل خو د ریاست فرض دی خو چونکې موږ د دوی په انتظاماتو ډېر ډاډمن نه یو، نو ځکه مو خپل کسان هم ګومارلي دي چې د پښتون تحفظ موومنټ د جلسې ساتنه به کوي، که د جلسې هر څو لارې وي هلته به زما په شمول د هر چا تلاشي کوي".

پر ټولنیزو رسنیو لیدل کېږي چې د ۸م اپرېل جلسې ته د پښتونخوا صوبې په شمول د بلوچستان، سیند او پنجاب له بېلابېلو سیمو هم کاروانونه د پېښور پر لور روان شوي دي.

په ایبټ اباد ښار کې د ډاکټرانو د اتحادیې له خوا د پېښور جلسې ته د تیارۍ په مقصد یوه مظاهره شوې ده. په مظاهره کې شریکو کسانو د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ شعارونه هم ورکړي دي او وایي چې د پېښور جلسې ته به د لاریون په بڼه روانېږي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG