لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان:امریکايي ځواکونو دطالبانو دنشه یي توکو۱۱فابرېکې تباه کړي


امریکایي ځواکونو دافغان ځواکونو سره په ګډه دافغانستان په سوېل لویدیز کې دطالبانو د نشه یی توکو په فابریکو هوايي بریدونه کړي اؤ وایي په دغو بریدونو کې یې د نشه یی توکو ۱۱ فابریکې تباه کړي دي.

سرچینې وایي دغه بریدونه په فراه اؤ نیمروز ولایتونو کې شوي چرته چې طالبانو په لویې شمیر د نشه یی موادو فابریکې فعالې کړې وې اؤ دهغې څخه به یې د جنګونو دپاره وسائل ترلاسه کول.

دافغانستان خبري اژانس پژواک وایي دا لمړی ځل دی چې امریکایي اؤ افغان ځواکونو د نشه یی توکو د فابریکو په نخښه کولو لړۍ د هلمند څخه د افغانستان سویل لویدیز ته غځولې ده.

افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونو پخپل یو بیان کې ویلي چې په دغه بمباریو کې یې دطالبانو دنشه یی مواډو دفابریکو تباه کولو تر څنګ هغوئ ته درانه تاوانونه اړولي دي.

پژواک افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د یو کمانډر جنرال جیمز هیکر له خولې ویلي چې طالبان به له دې وروسته په افغانستان کې خوندي ځالې ونه لري اؤ دهغوئ د مخدره موادو د پیداوار ټولې وسیلې به له مینځه وړلی شي.

دغه امریکایي جنرال دعوه کړې ده چې طالبان دنشه یي توکو څخه پیسې پیدا کوي اؤ دغه پیسې بیا په ترهګریزو فعالیتونو مصرفوي اؤ عام افغانان پرې وژني.

له دې وړاندې تیر کال د دسمبر په میاشت کې امریکایي ځواکونو په هلمند ولایت کې د ۵۰ میلینونه ډالرو په ارزښت دطالبانو نشه یی توکي اؤ فابریکې له مینځه وړې وې.

افغانستان کې د امریکايي اؤ ناټو ځواکونو کمانډر جنرال جان نیکلسن وایي‌ نشه یي توکي د طالبانو د مالي سرچینو په توګه دی او اوس د طالبانو د نشه یي توکو قاچاق کوونکي په دې پوهیږي چې نړیوال ځواکونه ورپسې دي.

د امریکا متحده ایالاتو له ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې د نشه یي توکو د له منځه وړلو په کمپاینونو باندې ۸،۶ میلیارده ډالر لګولي دي خو اوس هم په افغانستان کې د نشه یي توکو تولید په لوړه کچه کیږي.

د نشه یي توکو او جرمونو په برخه کې د ملګرملتونو ادارې تیرکال په خپل راپور کې ویلي وه چې په کال ۲۰۱۷ کې په افغانستان کې د نشه یي توکو تولید دوه چنده زیات شوی چې اندازه یې ۹۰۰۰ ټنو ته رسیږي.

په دغه راپور کې ویل شوي وؤ‌ چې د ۲۰۱۶ کال په پرتله کال ۲۰۱۷م کې په افغانستان کې د کوکنارو په کر کیله کې هم ۶۳ فیصده زیاتوالی راغلی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG