لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

راشد خان په ټي ـ ټوينټي کې اول، او يو ورځنو لوبو کې په دوېم نمبر


Evacuees from Afghanistan disembark from a U.S. airforce plane at the Naval Station in Rota, southern Spain. The United States completed its withdrawal from Afghanistan, ending America's longest war.
Evacuees from Afghanistan disembark from a U.S. airforce plane at the Naval Station in Rota, southern Spain. The United States completed its withdrawal from Afghanistan, ending America's longest war.

د افغانستان ستوری اسپنر بالر راشدخان دا وخت د کرکټ د نړيوال کونسل (ايي سي سي) په درجو کې په شل اووريزو (ټي ـ ټيونټي) سياليو کې د بالنګ په کچ په اول نمبر او يو ورځنو (۵۰ اووريزو) لوبو کې په دوېم نمبر دی.

د ايي سي سي ترمخه راشد خان په ټي ټيونټي نړيوالو سياليو کې د بالرانو په فهرست کې د ۷۵۹ پوائنټونو سره په سر کې دی.

دغه راز راشدخان د ۷۶۳ پوائنټونو سره د يو ورځنو سياليو په فهرست کې په دوېم نمبر دی.

راشدخان په وروستيو کې په نړيوال کرکټ کې په کمو سياليو کې د ۱۰۰ وکټو اخستو ريکارډ هم په خپل نوم کړی دی.

راشد خان په ۴۴ سياليو کې ۱۰۰ وکټې اخستي او له هغه وړاندې دغه ريکارډ د اسټريليا تېز بالر مېچل سټارک سره ؤ او هغه په ۵۲ سياليو کې ۱۰۰ وکټې اخستې وې.

د کرکټ وېب پاڼې کرک انفور ترمخه ليګ برېک ګوګلي بال کوونکی اسپنر بالر راشدخان تراوسه پورې په ۲۹ نړیوالو ټي ټيونټي سياليو کې لوبېدلی او ۴۷ وکټې يې اخستي دي.

دغه ډول نوموړي په يو ورځنيو ۴۴ سياليو کې لوبېدلی او په ۱۰۰ وکټو اخستو کې بريالی شوی دی.

۱۹ کلن راشد خان په ۱۸م اکتوبر ۲۰۱۵م يو ورځنۍ او بيا هم د دغه میاشتې او کال په ۲۶م نېټه يې د ټي ټيونټي نړيوالو سياليو پېل کړی ؤ.

راشدخان د اسټريليا د ياد بګ بېش سياليو سره د ويسټ انډيز کريبين پريميرليګ کې لوبېدلی او دا وخت د هند په پريميرليګ کې لوبيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG