د امريکې صدر ډانلډ ټرمپ د خپل شخصي وکيل مائيکل کوهن په دفتر چاپې وهلو ته "شرمناک" په " هېواد برید" او د " نوې کچې ناانصافي" ويلې ده.
صدر ټرمپ د دشنبې / ګل په ورځ لوړ پوړو پوځي چارواکو سره د ليدنې په پېل کې ويلي دا " ټول د جادو ښکار دی"
هغه وويل، "ما د اوږدې مودې نه ويلي دي، زه غواړم چې دا لاندې وساتم، ما ځانګړي وکيل ته په ملينونو پاڼې ورکړي دي. دی مخ په وړاندې دوامداره روان دی، او دلته مونږ د شام خبره کوو، مونږ د ډېرو څيزونو خبره کوو، او دلته دا جادوي ښکار د ۱۲ میاشتو راهسې روان دی".
او کله چې د نوموړي نه پوښتنه وشوه مولر ولې نه لرې کوې هغه وويل، "ګورو چې څه کيږي، زه فکر کوم چې دا شرمناک دي او داسې نور ډېر خلک هم کوي".
ټرمپ وويل چې کله هغه د اېف بي ايي پخوانی مشر جېمز کومي لرې هغه ښکاره شوه چې ما ټیک کار کړی ؤ.
واشنګټن پوسټ د دوشنبې په ورځ ناوخت خبر ورکړی ؤ چې کوهن په ممکنه ډول د بېنک درغلۍ، د تار درغلۍ او کمپاين د ماليې سرغړونه کې د مرکزي پلټنې لاندې دی او دی د دې قضيې په اړوند مالومات لري".
اېف بي ايي د دوشنبې په ورځ نيويارک کې د کوهن په دفتر چاپه وهلې او اسناد يې په ولقه کې اخستي دي، په دغو اسنادو کې په صدر ټرم پد لګېدلو تورونو هغه اسناد هم شامل دي کوم تورونه چې د لوڅو فلمونو هنرمندې په هغه لګولي وو.
د کوهن وکيل سټيفن رائن ويلي چې مرکزي استغاثې د لټون دپاره وارنټ ترلاسه کړی او د دې اجازه ځانګړي وکيل رابرټ مولر ورکړې وه، مولر د کال ۲۰۱۶م په انتخاباتو کې د ټرمپ په کمپاين کې د روس د لاسوهنې پلټنې کوي.
رائن د لټون دې عمل ته په بشپړ ډول نامناسبه او غېر ضروري ويلي دي.
نيويارک ټائمز دغه رپوټ مخکې ورکړی ؤ او ويلي يې دي په چاپه کې د کوهن او ټرمپ ترمنځ خطونه هم په ولقه کې اخستل شوي دي.
ويل شوي کوهن د لوڅو فلمونو اداکارې اسټورمي ډينليز ته د ۲۰۱۶م د صدارتي انتخاباتو نه وړاندې ۱۳۰۰۰۰ ډالره ورکړي وو چې هغه د ټرمپ په اړوند خبره باندې غلې پاتې شي.
ټرمپ ويلي د پېسو ورکولو څخه نه دی خبر، خو ځينې قانون پوهان وايي چې ډينيلز ته د غېر قانونه کمپاين د لارې د څه ويلو نه غلې کړی شوې وي کوم څه چې په ممکنه ډول د ټرمپ د ګټې موقع تباه کولی شو.