لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشريف وايي "د چا بې درکه کول غټ جرم دی"


د پاکستان مخکني نااهله کړی شوي وزيراعظم او د مسلم ليګ ن ګوند مشر نوازشريف په لمړي ځل په ملک کې د خلکو د بې درکۍ په اړوند خبره کړې او وايي " د بې درکه کسانو معامله ډېره غټه مسله ده او د چا په زوره بې درکه کول غټ جرم دی".

نوازشریف دغه خبره په اسلام اباد کې د احتساب عدالت کې د مخامختيا په مهال خبريالانو سره په خبرو کې کړې ده.

نوموړي دغه خبره په داسې وخت کې کړې ده چې دوه ورځې وړاندې پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) يوه غټه اولسي غونډه راجوړه کړې او د پي ټي اېم په غوښتنو کې يوه مهمه غوښتنه دا ده چې بې درکه کړی شوي کسان دې راښکاره کړی شي.

د پي ټي اېم د اتوار د ورځې په اولسي غونډه کې ويل شوي وو چې يواځې په دغه ورځ ورته د دوه زره بې درکه کسانو خپلوانو نومونه ورکړي دي.

نوازشريف چې په خپله وزیراعظم ؤ نو د بې درکه کسانو په اړوند يې کله څه نه دي ويلي.

خو نن د سه شنبې/ نهې په ورځ چې ترې د بې درکه کسانو په اړوند پوښتنه وشوه نو هغه وويل، "چې په هغو خلکو به څه تيريږي چاته چې مالومه نه وي چې خپلوان يې ژوندي دي که نه دي".

پي ټي اېم دعوه کوي چې په پاکستان کې ۳۲۰۰۰ پښتانه لادرکه دي، خو رویټرز خبری ادارې تيره مياشت په يو خپل رپوټ کې لیکلي ؤ چې دې سازمان د تقریباً ۱۲۰۰ بې درکه پښتنو نوملړ ترتیب کړی، چې وایي په هغوی کې د ۳۱۵ ورکو کسانو فهرست د رویټرز ادارې ته هم رسېدلی دی.

رویټرز ويلي ؤ چې د بخښنې نړیوال سازمان په خپل رپوټ کې لیکلي، چې د ملګرو ملتونو په زوره د بې درکۍ څېړونکې ډلې له پاکستانه د هغو ۷۰۰ لادرکه کسانو د مقدمو د ځنډېدو رپوټونه تر لاسه کړي وو، چې پر پاکستاني چارواکو یې د حل کولو ټینګار کړی وو.

د بخښنې نړیوال سازمان په دغه رپوټ کې دا هم ویلي ؤ، چې په پاکستان کې له پښتنو سره له لسیزو راهیسې په منظم ډول د نسل په بنیاد توپیري چلند کيږي.

پاکستان کې د پښتنو نه وړاندې د بلوڅ مسنک پرسنز په نامه تحريک هم د بې درکه بلوڅو د مالومولو دپاره مبارزه کوي او دغه غورځنګ هم ادعا کوي چې په زرګونو بلوڅان يې بې درکه کړی شوي دي.

پاکستان کې زياتره په استخباراتي او امنيتي ادارو د خلکو د بې درکۍ تورونه لګي خو يادې ادارې دغه تورونه ردوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG