لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسمشرغني: غلام خان بندر به د افغانستان د نورو بندرونو په څېر جوړېږي


د افغانستان ولسمشر اشرف غني خوست ولایت ته په دوه ورځني سفر کې د ګن شمېر اقتصادي پروژو د کار د پیل او د ځینو د کار د پای ته رسېدو په مراسمو کې برخه اخیستې ده.

محمد اشرف غني د خوست ولایت له قومي مشرانو، ولسي استازو، حکومتي چارواکو او ځوانانو سره په لیدنه کې د غلام خان بندر تجارتي بندر په بنسټیزه توګه د جوړېدو ژمنه وکړه. ولسمشر غني په خپله وینا کې وویل:

"د غلام خان بندر تاسیسات به د نیمروز، سپین بولدک، اسلام کلا، تورغونډۍ او حیرتان تجارتي بندرونو په څېر جوړېږي او د مالیې وزارت ته هدایت کوم چې د دغو تاسیساتو د جوړېدو لپاره عملي اقدام وکړي او د خوست، ګردېز د متبادلې لارې د جوړولو بودیجه منظوره شوې ده".

ولسمشرغني ویلي د خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو جلغوزې به د خوست له هوايي ډګره جرمني ته رسول کېږي او له پانګوالو یې وغوښتل چې په دې برخه کې پانګونه (سرمایه کاري) وکړي. ولسمشر غني زیاته کړه:

"د خوست جلغوزې د افغانستان ملي پانګه ده، دلته به د جلغوزو د پروسیس مرکز جوړېږي، له تاجرانو مې غوښتنه دا ده چې په جلغوزو پیسې ولګوي او د خوست جلغوزې به په مستقیمه توګه له دې هوايي ګره جرمني ته رسول کېږي".

ولسمشرغني د منظور پښتین د سرې خولۍ له پر سر کولو سره د خوست ولایت له ځوانانو سره هم نن ځانګړې ناسته درلوده.

د خوست ولایت اوسېدونکي حضرت یوسف د ځوانانو په استازیتوب له وي.او.اې ډیوه سره په خبرو کې ویلي، ولسمشر د خوست له ځوانانو سره په لیدنه کې ژمنه وکړه چې په دې ولایت کې به د ځوانانو لپاره د ماسټرۍ تر کچې د لوړو زدکړو بندوبست کوي او هغوی ته به په حکومتي ادارو کې د کار زمینه برابروي. ښاغلي یوسف وویل:

"ولسمشر له موږ سره ژمنه وکړه چې له پوهنتونونو فارغ شویو کسانو ته به د کار زمینه برابروي، همداراز د ښځو چارو ریاست چې د فلج له حالت سره مامخ وو له میرمنو سره یې په دې ناسته کې ژمنه وکړه چې دې ریاست ته به خاصه توجه کیږي، چې مېرمنو او نجونو ته هم د کار کولو زمینه برابره شي".

ولسمشر محمد اشرف غني خوست ولایت ته په خپل دوه ورځني سفر کې چې نن یې وروستۍ ورځ ده، د هوايي ډګر د ځغاستلیکې (رن وې)، د هوايي ډګر د راډار سیستم، په هوايي ډګر کې د حلقوي سړک، د وارداتي برېښنا د وېش شبکې، په صبریو ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون او د یو شمېر نورو اقتصادي پروژو د کار د پیل او ګټو اخیستو په مراسمو کې برخه واخیسته.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG