لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد: د کامران یوسفزي د وژنې په ضد احتجاج; قاتلان دې ونیول شي


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم د پېښور په جلسه کې د کامران یوسفزي وژنه په کلکه غندلې وه او هوډ یې څرګند کړی وو چې د قاتلانو د نیولو لپاره به یې ږغ پورته کوي.

په اسلام اباد کې څلور ورځې وړاندې د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د وژل شوي غړي کامران یوسفزي د وژنې په ضد احتجاجي مظاهره شوې، چې پکې له چارواکو ژر تر ژره د هغه د قاتلانو د نیولو غوښتنه شوې ده.

احتجاج ته په وینا کې د عوامي نېشنل ګوند د اسلام اباد ښار مشر نصرالله کاکړ په خپله وینا کې وویل: "په ورځ کې د پښتنو لس کامرانه مري، وجه یې زموږ د بې اتفاقۍ ده، موږ له نیوي کلونو د امن امن نارې وهو خو پر موږ باندې امن مسلط دی".

احتجاج د اسلام اباد د پریس کلب مخې ته وشو، چې د عوامي نېشنل ګوند د ځینو مشرانو په شمول د بېلابېلو سټوډنټ سازمانونو زده کوونکو پکې ګډون وکړ. احتجاج کوونکو په لاسونو کې شعارپاڼې هم را اخیستې وو، چې د کامران یوسفزي عکس پر جوړ وو او ورباندې لیکلي یې وو: "موږ انصاف غواړو. ځوانان مو قتل کېږي، دا څنګه ازادي ده؟. انصاف د کامران خان لپاره". دوی داسې نعرې هم وهلې:

"ظالمانو جواب راکړئ، د وینې حساب راکړئ، قاتلان جواب راکړئ، د وینې حساب راکړئ. دا د چا وینه او څوک ووژل شو، پښتون و وژل شو پښتون و وژل شو".

په باراني پوهنتون کې وژل شوی ځوان کامران یوسفزی
په باراني پوهنتون کې وژل شوی ځوان کامران یوسفزی

​۲۴ کلن کامران یوسفزی د اسلام اباد د باراني انسټیټیوټ آف مېنېجمنټ او ساینسز (بیمز) پوهنتون زده کوونکی وو، چې د تېر اتوار- یکشنبې په ورځ په پینډۍ ښار کې له خپل یوه پخواني ټولګیوال سره د لفظي شخړې په نتیجه کې و وژل شو.

پولیس وایي د کامران په وژنه تورن ځوان د دې پوهنتون پخوانی زده کوونکی وو، چې بیا په ځینو مجرمانه فعالیتونو کې د لاس لرلو په تور له پوهنتونه ایستل شوی وو. احتجاج ته په وینا کې د عوامي نېشنل ګوند یوې مشرې بشرا ګوهر وویل، له بابړې تر کامران خانه په پاکستان کې د ټولو وژل شویو پښتنو حساب غواړي:

"اوس یې لاس زموږ په تعلیمیافته ځوانانو پسې را اخیستی دی، موږ پر دې ځای د مشال خان لپاره حق غوښتی دی، همدلته مو لس ورځې د نقیب الله مسید لپاره حق غوښتی دی او نن د کامران خان لپاره حق غواړو او چې موږ د حق او انصاف خبره کوو نو غداران راته ویل کېږي".

احتجاج کوونکو په پای کې د اسلام اباد پر ځینو سړکونو لاریون هم وکړ، چې پرله پسې یې شعارونه ورکول او پر پښتنو یې د ظلمونو غندنه پکې کوله. احتجاج کوونکو ته په وینا کې د پښتون سټوډنټس فیډرېشن صوبایي مشر ندیم سرور وویل، د اسلام اباد او پنجاب له پوهنتونونو څخه پښتانه زده کوونکي د منظمې دسیسې له مخې ایستل کېږي:

"د کامران د وژل کېدو سبب دا وو چې هغه د امن، عدم تشدد، مینې او ورورګلوۍ خبره کوله او په دې اسلام اباد او پینډۍ کې دا خبره کوله سړي ته په تاوان پرېوځي".

د کامران یوسفزي د وژنې په ضد په اسلام اباد کې احتجاج
د کامران یوسفزي د وژنې په ضد په اسلام اباد کې احتجاج

احتجاج ته په وینا کې د عوامي نېشنل ګوند سنېټرې مېرمن ستاره ایاز وویل، د کامران د وژنې په اړه به د سېنټ په نننۍ غونډه کې هم ږغ پورته کوي او وایي چې د پینډۍ د پولیسو له مشر سره یې خبره هم شوې ده او ورڅخه غوښتي یې دي چې د کامران قاتلان ژر ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم د پېښور په جلسه کې د کامران یوسفزي وژنه په کلکه غندلې وه او هوډ یې څرګند کړی وو چې د قاتلانو د نیولو لپاره به یې ږغ پورته کوي.

کامران خان یوسفزی د سوات اوسېدونکی وو، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا د اسلام اباد په احتجاجي ناسته کې یې هم فعاله برخه اخیستې وه او د سوات په وروستۍ مظاهره کې یې هم ګډون کړی وو.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG