لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ننګرهار کې د شخصي دوښمنۍ پر سر د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي


د ننګرهار د پولیسو ویاند حضرت حسین مشرقیوال له وي.او.اې ډیوه سره په خبرو کې ویلي، دا پېښه تېره شپه د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ د سراچې نغلو په سیمه کې شوې ده، چې وایي په وژل شویو کسانو کې ۴ ماشومان، یوه مېرمن او د کورنۍ مشر شامل دي.

نوموړي ویلي، وژل شوي کسان د شخصي دوښمنۍ ښکار شوي او شپږ کسان چې د یوې کورنۍ غړي دي په یاده پيښه کې وژل شوي او د یوې بلې کورنۍ دوه نور پکې ټپیان شوي دي. د پولیسو مشر زیاته کړه:

"تېره شپه څلور تنه برید کوونکي چې محمد سلام یې کاکا کیږي، کور ته ورننوتي، خپله محمد سلام، د هغه میرمن، څلور زامن یې په ډزو وژلي او همداراز د یوې بلې کورنۍ د یو تن ۷ کلن ماشوم په ګډون دوه تنه نور عام خلک ټپیان شوي دي".

د ننګرهار د پولیسو ویاند زیاته کړه، چې برید کوونکي له برید وروسته په تېښته بریالي شوي خو د کشفي امنیتي ادارو له خوا د برید کوونکو د نیولو لپاره هڅې روانې دي، چې د قانون منګولو ته یې وسپاري.

ختیځ ننګرهار د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی چې شخصي دوښمنۍ پکې تاریخي مخینه لري، د کلونو ځنډ وروسته د ځمکو، ناموسي او د یو شمېر نورو ټولنیزو مسایلو پر سر د دوښمنیو په پایله کې ځینې وخت پکې حتی ماشومان او مېرمنې هم د قومونو د مشرانو د نه منځګړیتوب له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG