د افغانستان په ختيځې صوبې غزني کې د طالبانو په بريد کې د خواجه عمري ضلعې ولسوال او هغه سره ساتونکي اووه پوليس وژل شوي دي.
د افغان رسنيو ترمخه د بريد په ځواب کې د امنيتي ځواکونو په هوايي او ځمکنيو عملياتو کې ۲۷ طالبان هم وژل شوي دي.
د غزني د پوليسو په وېنا د شپې په دوه بجې وسله والو طالبانو د ولسوالۍ په مرکزي ودانۍ او پوليس چيک پوستو بريد کړی ؤ.
بيان کې ويل شوي بريد کې ولسوال علي شمس دوست او هغه سره اووه پوليس وژل شوي او د ولسوال قلعه هم سوځول شوې ده.
پوليسو ويلي د بريد وروستو د پوليسو د مرستې دپاره هوايي ځواک ورغلی او په هوايي بريدونو کې بيا ۲۷ طالبان وژل شوي دي.
طالبانو رسنيو ته په استولي بيان کې ويلي د منصوري عملياتو په ترڅ کې د خواجه عمري ولسوالۍ مرکزي ودانۍ، امنيه قومنداني او درې دفاعي پوستې هم نیولي او د ۲۰ نه زياتو پوليسو وژلو ادعا يې کړې ده.
خو پوليسو د طالبانو دغه ادعا رد کړې ده چې ګنې ولسوالي طالبانو نيولې ده.