دامریکا لخوا د برتانیې اؤ فرانس په مرسته په شام شوې میزائیلي حملې باندې روس دسختې غصې څرګندونه کړې اؤ امریکا ته یې ګواښ کړی چې اوس به ددغه برید نتیجې هم ویني.
د شنبې په ورځ امریکا دبرتانیې اؤ فرانس په مرسته په شام د میزائیلو بریدونه کړي اؤ دعوه یې کړې ده چې دشام دکمییايي وسلو ګودامونه اؤ سائنسي مرکزونه یې په نخښه کړي دي.
امریکا دپاره د روس سفیر اناتولی په ټوئټر خپل یو پیغام کې په دغو بریدونو سخته غصه ښکاره کړې اؤ ویلي یې دي چې امریکا باید خبر اوسي چې دغسې بریدونه به اوس له نتیجو پرته پایې ته نه رسیږي.
هغه ویلي “یو وارې بیا مونږ ته ګواښونه راکول کیږي اؤ د وړاندې څخه جوړه کړل شوی پلان ته دعمل جامه ور اغوستل کیږي”
د روسیې سفیر ویلي زمونږ خبرداری له پامه غورځول شوی اؤ یو سخت تاؤ تریخوالی رامینځته کړل شوی خو د واشنګټن ،لندن اؤ پیرس له لوري دصدر ولادي میر پیوټن سپکاوی به د زغملو نه وي.
هغه په امریکا نیوکه کړې چې تر ټولو ستر د اټومي وسلو لرونکی هیواد دا واک نه لري چې په نورو هیوادونو تورونه ولګوي.
دشام چارواکو ویلي دامریکا برید کې تر ۳۰ؤ پورې میزائیل توغؤل شوي خو دغو میزائیلو څه ځاني نقصان ځکه نه دی کړی چې د روس په اطلات دا پوځي مقامات دبرید نه ډیرې ورځې وړاندې خالي کړل شوي وؤ.
دامریکا د ګډو ځواکونو مشر جنرال جوزف ډنفورډ ویلي شام کې درې اهداف په نخښه کړل شوي چې پکې دمشق کې د کیمیايي وسلو جوړولو یو سائنسي مرکز، حمص ښار کې داتومي وسلو ګودام اؤ د حمص سره نزدې د اټومي الاتو ګودام اؤ کمانډ شامل دي.
دشام حکومت تیره اوونۍ د شام په دوما سیمه کیمیایي برید کړی ؤ چې پکې تر ۱۰۰ؤ زیات کسان وژل شوي وؤ.
صدر ټرمپ خپله وینا کې ویلي چې په شام شوی دغه برید به تر هغې دومداره وي تر څو چې دشام حکومت دکیمیایي وسلو استعمال نه وي ودرولی.