لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اڅکزی: که پښتانه بې عزته کېږي وژل کېږي بیا ترې د پاکستان زنده باد ویلو توقع لېونتوب دی


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، په داسې پاکستان کې چې پښتانه به پکې غلام ساتل کېږي، په داسې پاکستان کې اوسېدو ته تیار نه دی.

د جمعې په ورځ د سوات په خوازه خېله سیمه کې د ګوند یوې شمولیتي غونډې ته په وینا کې د پاکستان د پارلمان غړي محمود خان اڅکزي پوښتنه وکړه، چې قبایلي سیمو ته په زرګونو بهرني وسلوال ازبک، تاجک، چیچن او ایغور چا راوستل، چې هلته یې تر دوولس سوه زیات مشران و وژل. ښاغلي اڅکزي په قبایلي سیمو کې د عملیاتو په نتیجه کې د بېګناه خلکو وژنې ته په اشارې وویل:

"له باجوړه تر جنوبي وزیرستانه زرګونه خلک تاسې و وژل، ولې مو و وژل؟ آیا ټول وزیرستان ترهګر وو، که په فاټا کې ترهګر وي، نو بیا د فاټا یو لک خلک په فېډرل سیکورټي فورسز [وفاقي امنیتي ځواکونو] کې ولې دي، نن هم د فرانس د سفارت مخ ته مسود عسکر ولاړ دی، نن هم د ایټلي د سفارت مخ ته وزیر ساتونکی ولاړ دی، نن هم د امریکې د سفارت مخ ته خټک محافظ ولاړ دی، چې هلته ولاړ وي پر وطن مین وي او چې د خپلو حقونو خبره کوي بیا به ته له طیارو بمبارۍ پر کوې، داسې ملک نه شي چلېدای".

د سلګونو کسانو غونډې ته په وینا کې محمود خان اڅکزي د چا د نوم له اخیستو پرته هغو قوتونو ته په اشارې سره- چې په پاکستان کې یې پر پښتنو ظلم کړی- وویل، چې پښتنو ته د دوی په خپله خاوره پښتونخوا کې په بد نظر وکتل شي، نو دا به ډېرې بدې نتیجې ولري:

"تا زه [پښتون] وژلی یم، تا زه بې عزته کړی یم، آخر پر څه شي باندې؟ ما د چا پلار وژلی دی؟ که زه د هیروینو سمګلر یم ما پانسۍ کړه، که زه د چا په کور ننوتی یم ما مړ که، خوشي دي توپک را اخیستي دي له دې غره تر هغه غره دي پر ما زلزله جوړه کړې وه، د دې به ته او دونیا حساب راوړئ خامخا به یې راوړئ".

محمود خان اڅکزي دا خبرې په داسې وخت کې کړې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ضد د پاکستاني پوځ په ملاتړ په بېلابېلو سیمو کې احتجاجونه کېږي او د پاکستاني پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه وړمه ورځ په پینډۍ او پېښور کې په خپلو خبرو کې له قبایلي سیمو پیل شوی غورځنګ په بهرني ملاتړ تورن کړی او ویلي یې دي چې انجینېرډ [پلان شویو] احتجاجونو ته به اجازه ور نه کړي.

محمود اڅکزي د پښتنو د حقونو لپاره د منظور پښتین تحریک ته په اشارې سره وویل، پر پښتنو دي ظلم نه کېږي او که ظلم ورباندې کېږي دوی به یې په ضد ولاړ وي. که پښتانه په دې هېواد کې ځورول کېږي، بې عزته کېږي او وژل کېږي بیا له پښتنو دا توقع ساتل چې زرغون بیرغ را واخلي او پاکستان زنده باد ووایي لېونتوب دی:

"موږ لېوني نه یو چې خپل ولس د خپلو پوځو خلاف هغه کړو [وپاروو]، خو که پوځ وي، عدلیه وي یا بل ظالم وي چې له چتراله تر سیوۍ زموږ د کورونو، بچیانو، لوڼو، سپین سرو او سپین ږیرو بې عزته کوي، د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ کارکن مسلمان نه دی که یې په خلاف را پورته نه شو، همدا زموږ فیصله ده که پر دې څوک سزا را کوي ورته تیار یو".

ښاغلي اڅکزي وویل د پاکستان د پر مخ بېولو یواځینۍ لاره یو جمهوري نظام دی، که د پاکستان کومه اداره د جمهوریت په ضد ګام اخلي او په را روانو ټاکنو کې لاسوهنه کوي دا به بربادي جوړه کړي. ښاغلي اڅکزي پر پاکستاني پوځ ږغ کړی چې د پاکستان په را روانو ټاکنو کې لاسوهنه ونه کړي:

"که تاسې په انتخاباتو کې لاسوهنه کوئ، پاکستان اوس د اویا د لسیزې په حالت کې نه دی، اوس ډېر په کمزوري او خطرناکه حالت کې دی، که تاسې په ټاکنو کې لاسوهنه وکړه، په نتیجه کې یې توپان را پورته شو او پاکستان ته څه تاوان ورسېد نو ذمه وار به یې تاسې یاست".

د یادونې وړ ده چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په دې ولسي غونډه کې د دې ګوند ځوانانو د منظور پښتین په پیروۍ د هغه سره (پښتینۍ خولۍ) پر سر کړې وه.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG