لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور: د رحمان بابا درې ورځنی عرس نمانځل کيږي


رحمان بابا عرس
رحمان بابا عرس

پېښور کې د پښتو ژبې ستر صوفي شاعر عبدالرحمان بابا(رحمان بابا) د درې ورځني عرس نن وروستۍ ورځ ده او د رحمان بابا په مزار نن د يکشنبې/ اتوار په ورځ لويه مشاعره روانه ده.

د پېښور په هزارخوانۍ سيمه کې د رحمان بابا په مزار هر کال دغه درې ورځنی عرس راجوړيږي چې پکې د پاکستان د بېلابيلو برخو نه علاوه د افغانستان هم شاعران ليکوالان او د رحمان بابا په ګڼ شمېر کې مينه برخه اخلي.

د رحمان بابا د مزار نه د وي او ای ډيوه خبريال فاروق فراق خبر راکوي چې نن د سهار نهو بجو نه د رحمان بابا ادبي جرګې د سيوري لاندې په مزار يوه درنه مشاعره پېل شوې چې پکې د پېښور، کوئټې او افغانستان نه په ګڼ شمېر کې شاعران برخه اخلي، دا مشاعره به تر ماښام پورې روانه وي.

د رحمان بابا د درې ورځني عرس په مهال لمړۍ ورځ د قراني خوانۍ او دعاګانو دپاره ځانګړې شوې وه.

په دوېمه ورځ پرون د شنبې/ خالي په ورځ په مزار سيمینار شوی او ګډون والو پکې د رحمان بابا په کلام، تصوف او هغه په ژوند وېناوې کړي دي.

د عرس په ورځو کې د رحمان بابا مینه او ملنګان، عام خلک په زياته شمېره کې راځي، د رحمان بابا کلامونه او قواليانې هم اورول کيږي، دغلته سټالونه لګېدلي او لنګرونه هم وېشل کیږي.

په ۲۰۰۹ م کال کې د رحمان بابا مزار د بمونو چاؤدنې شوې وې چې بیا وروستو د خېبر پښتونخوا حکومت په ۲۰۱۲ م کال د ارواښاد بشیر احمد بلور په مشرۍ کې د مزار ودانۍ بيرته اباده کړی شوې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG