لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايراني ځواکونو په پوله دوه پاکستاني په ډزو وژلي


د بلوچستان صوبې چارواکو ويلي ايراني چارواکو ورته د بنو سره تعلق لرونکو هغو دوه کسانو جسدونه ورسپارلي چې د ايران سرحدي ځواکونو په پوله د اوړېدو په مهال په ډزو وژلي وو.

چارواکو ويلي پينځه ژوندي نيول شوي کسان يې هم ورته ورکړي دي.

د ايران سره په پوله پرتې د بلوچستان ګوادر ضلعې چارواکو ويلي د ايران لخوا ورته د ورکړی شوؤ مړو پېژندګلو د شاه زېب خان او محمد صادق په نومونو شوې او تعلق يې د خېبرپښتونخوا د بنو سيمې سره دی.

د ګوادر مرستیال کمشنر ځايي رسنيو ته ویلي په نيول شوؤ کسانو کې هم د څلورو تعلق د بنو او يو بل د پنجاب سره دی.

نوموړي ويلي په نيول شوؤ کسانو به د پاسپورټ د قانون لاندې مقدمې درج کولی شي.

راپورونه د ايراني چارواکو له قوله وايي چې دغه کسان د بلوچستان د لوري نه په غېر قانونه لار ايران ته ور اوړېدل او په پوله په دوي ډزې شوې او نيول شوي دي.

په سمدستي ډول د دغو کسانو ايران پله د اوړېدو موخه نه ده څرګنده کړی شوې خو د دغه لارې زياتره خلک ايران او بيا يورپ د تلو هڅه کوي.

دا لمړی ځل نه دی له دې وړاندې هم د ايران سره په پوله او يورپ پله په غېر قانونه توګه د تلو په وخت په نورو ځايونو کې هم د خلکو د وژنې او نيولو پېښې رامنځته شوي دي.

داسې هم ويل کيږي چې انساني قاچاقبر هم دغه لارې کاروي او نه يواځې د پاکستان بلکې د افغانستان نه هم ډېری خلک يورپ ته د رسېدو دپاره په دغو ګرانو او خطرناکو لارو تګ کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG