لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پوځ پر مخالفت برسېره د پاکستان اکثر سیاسي ګوندونه د پي ټي ایم ملاتړ کوي


PTM
PTM

د پاکستان اکثرو سیاسي ګوندونو د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې سمې بللې دي او د پوځ په شمول یې پر ریاستي ادارو ټینګار کړی چې د دوی خبرو ته غوږ ونیسي، خو د پاکستان پوځ هغه یو "پلان شوی" تحریک بللی دی.

د پاکستان پیپلز ګوند پخوانی سنېټر او د بشري حقونو مدافع فرحت الله بابر وایي، ګوند یې د پښتون تحفظ موومنټ د غوښتنو ملاتړ کوي، ځکه چې وایي د هغوی غوښتنې پر ځای دي او د هغوی ږغ د خلکو د زړونو ږغ دی:

"د ورکو خلکو او په فاټا کې د بندیخانو موضوع دومره پېچلې شوه، چې پارلمان، انتظامیه او د ورکو خلکو کمېشن یې په حل کولو کې ناکامه شول او چا د سپریم کورټ ږغ وانه ورېد، ځکه خو یې په غبرګون کې د خاورې یو اصلي تحریک را پورته شو".

فرحت الله بابر له "دي پشتون ټایمز" آنلاین ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، که ریاست د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې ونه مني، نو هسې نه چې نور هېوادونه ورڅخه د پاکستان په ضد ګټه واخلي:

"له ریاستي ادارغوښتنه کوم، چې د پي ټي ایم د غوښتنو حل دا نه دی چې هغوی د نورو هېوادونو جاسوسان وګڼئ او د غدارۍ الزامونه پر ولګوئ، نور دا پر خلکو د غدارۍ الزامونه بس دي، د خدای لپاره له هغوی سره خبرې وکړئ، په لومړي ځل یو وطني تحریک را پورته شوی دی".

د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زداري هم یوه اوونۍ وړاندې له رسنیو سره په خبرو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ وکړ او د پاکستاني رسنیو په شمول یې له ریاستي ادارو وغوښتل چې د هغوی غوښتنې ومني.

په پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسه.
په پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسه.

د دې تر څنګ د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان هم څو ورځې وړاندې د دې تحریک غوښتنې پر ځای وبللې او ویې ویل چې په دې اړه به د پوځ له مشر جنرل قمر جاوید باجوه سره خبرې وکړي.

د پښتنو دوو ملتپالو ګوندونو پښتونخوا ملي عوامي ګوند او عوامي نېشنل ګوند له لومړي سره د پښتون ژغورنې غورځنګ د غوښتنو ملاتړ کړی او د دواړو ګوندونو مشرانو د غورځنګ په احتجاجي جلسو کې ویناوې کړې او له ریاسته یې د هغوی د غوښتنو د منلو غوښتنه کړې ده.

مذهبي ګوند جمعیت علمای اسلام هم د پښتون تحفظ موومنټ غوښتنې د پاکستان له آیین سره سمې بللې دي او د تر سره کېدو لپاره یې پر ریاستي ادارو ټینګار کړی دی.

خو د پاکستان مرکزي حکومت پر ژمنو برسېره د پښتون ژغورنې غورځنګ هغه ټولې غوښتنې نه دي منلې، چې د اسلام اباد د احتجاج د پای ته رسېدو په وخت یې ورسره کړې وې، خو د دې هېواد پوځ هم دا وایي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ځینې غوښتنې یې منلې دي او هم ورباندې تور لګوي چې وایي دا د بهرنیو هېوادونو په ملاتړ یو "پلان شوی تحریک" دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG