لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کاپېسا:عملیاتو کې د درېوؤ طالب قوماندانانو په ګډون ۱۱ترهګر وژل شوي


افغان امنیتي چارواکي وایي په کاپېسا ولایت کې د ترهګرو په ضد روانو عملیاتو کې د طالبانو د درېوؤ مهمو قوماندانانو په ګډون ۱۱ ترهګر وژل شوي اؤ ۱۴ نور ژوبل شوي دي.

په دې وروستیو کې دافغانستان په یو شمیر ولایتونو کې افغان امنیتي ځواکونو دطالبانو اؤ نورو ترهګرو ډلو په ضد دعملیات لړۍ چټک کړې اؤ افغان چارواکي دعوې کوي چې دغو عملیاتو کې یې طالبانو اؤ دداعش ځواکونه ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده خو طالبان په دغو حکومتي دعوؤ غلي پاتې دي.

دکاپېسا امنیه قوماندان محمد رزاق یعقوبي خبریالانو ته ویلي چې دکاپېسا په نجراب اولسوالۍ کې دغه عملیات دتیرې اوونۍ راهسې روان دي چې تیره ورځ پکې درې مهم طالب قوماندان ملا فدایي، اسلام یار اؤ عبیده هم وژل شوي دي.

په روانه اوونۍ کې دا دریم ځل دی چې افغان چارواکي په بیلابیلو ولایتونو کې د لسګونو طالبانو د وژنې ادعا کوي.

دطالبانو په ضد د عملیاتو روانه لړۍ کې دا چټکیتا وروسته له هغې لیدل شوې چې تیره میاشت افغان ولسمشر اشرف غني طالبانو ته د سولې پلان وړاندې کړو خو طالبان دسولې په دغه پلان غلي پاتې شول.

افغان دولت تور لګوي چې طالبان دپاکستان داستخباراتي شبکې ایي ایس ایي په لمسه افغانستان کې بریدونه لګوي خو پاکستان دافغانستان دغه تورونه ردوي اؤ وایي طالبان دافغانستان یو ستر قوت دی اؤ پاکستان ورسره هیڅ لار نه لري

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG