لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شام:دکیمیایي برید پلټنو دپاره د نړیوالو څیړونکو ډله دومه ته ننوتلې ده


په شام کې د کیمیایي حملې د پلټنو دپاره د نړیوالو پلټنونکو یوه ډله د څو ورځو له ځنډ وروسته دمشق سره نزدې دومه سیمې ته ننوتلې ده.

دومه کې په اووم اپریل د ګیس په یوه شکمنه حمله کې تر ۴۰ؤ پورې کسان وژل شوي وؤ اؤ غربي هیوادونو ددغه برید پړه د شام په صدر بشارالاسد اچولې وه.

په دومه د کیمیايي وسلې د برید د تورونو نه وروستو په ۱۳م اپریل امریکا، فرانس اؤ برتانیې د شام دکیمیايي وسلو په ډیپوګانو اؤ پوځي مرکزونو بریدونه کړي وؤ اؤ دعوه یې کړې وه چې دشام دکیمیايي وسلو ذخیرې یې تباه کړي دي.

دولتي خبري شبکې سنا ویلي چې د کیمیايي وسلو د مخنیوي د( ادارې او پي سي ډبلیو) څیړونکي په دومه د شوې شکمنې کیمیايي حملې دپلټنو دپاره دومه ته ننوتلي دي.

دغه څیړونکي هغه مهال دمشق ته تللي وؤ چې کله ائتلافي هیوادونو په شام میزائیلي برید کولو خو هغوئ ته اجازه نه ورکړل کیدله ترڅو دومه سیمې ته ننوځي.

امریکا اؤ فرانسیې د نړیوالې ادارې دڅیړونکو دومه ته د ننوتلو په هڅه پوښتنې راولاړې کړې وې اؤ ویلي یې وؤ” اوس چې ددغه حملې ټول ثبوتونه له مینځه وړل شوي سیمې ته د څیړونکو ورتګ هیڅ معنا نه لري”

د او پي سي ډبلیو دپاره امریکایي استازي کین وارډ دعوه کړې وه چې ترڅو دڅیړونکو دغه ډله سیمې ته ورځي تر هغې به دغې سیمې ته تغیر ورکړل شوی وي.

خو د روس د خارجه وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي وؤ چې روسیې مدام د پلټنو ملاتړ کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG