لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: په بدو کې ورکړل شوې وړې جونې بېرته خوشې کړای شوې دي


په بلوچستان کې هغه دوه ماشومانې (شبينه او نګینه) چې عمرونه یې څلور او پنځه کاله وو بېرته خوشې کړای شویدي کومې چې د یوې شخړې د حل لپاره د یوې قبایلې جرګې لخوا په بدو (دوښمنۍ) کې ورکړل شوې وې.

د بلوچستان د موسی خېلو مرستیال کمېشنر اسماعیل ابراهیم د شورو یا چهارشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، څو کاله وړاندې د جعفر نامي ښځه د قسمت خان په نامه له یو کس سره په خپله خوښه تښتېدلې وه.

د بلوچستان د موسی خېلو مرستیال کمېشنر اسماعیل ابراهیم
د بلوچستان د موسی خېلو مرستیال کمېشنر اسماعیل ابراهیم

ددغې پېښې له امله د دواړو کورنیو ترمنځ شخړه او دوښمني جوړه شوې وه چې بیا یوه اونۍ مخکې د یوې سیمیزې قبایلي جرګې د پرېکړې پر بنسټ د قسمت خان دوه لمسۍ د جعفر ورور ته په بدو کې ورکړل شوې وې.

د قبایلي جرګې د حکم له مخې یادې وړې ماشومانې دریم کس ته چې نادر نومېږي ورکړل شوې وې چې د جونو تر بلوغ پورې دې وساتي.

د یادو وړو جونو مور ویل، چې ما ورته قران راوړه او ورته مې وویل چې ددې جونو تر ځوانېدو پورې دې ورڅخه نه بوځي.

مرستیال کمېشنر وویل، دوی له پېښې څخه تېره ورځ خبر شول او ژر یې ددوي په سیمه کې عملیات ترسره کړل او دغه دواړه جوني یې وژغورلې.

ده دا هم وویل، چې د قبایلي جرګې د غړو د نیولو عملیات هم پرمخ روان دي او ډیر ژر به عاملین د قانون منګلو ته وسپارل شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG