لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مودي پاکستان ته خبرداری: د ترهګرۍ صادرونکو ته به ځواب ورکوو


د هند وزيراعظم نريندرا مودي ګواښ کړی، هند به هغه څوک ونه زغمي چې څوک ورته "ترهګري ورلېږي" او په هغه ژبه کې به ورته ځواب ورکوي په کومه کې چې هغه پوهيږي.

مودي د چهارشنبې/ شورو په ورځ لندن کې د يوې دستورې په مهال ويلي چې په کال ۲۰۱۶م کې چې هند کله د پاکستان سره د کشمير د وېشونکې پولې نه پورې غاړې پاکستان کې سرجيکل بريدونه وکړه، مطبوعاتو ته د خبرو ورکولو نه وړاندې يې پاکستان ته خبر ورکوؤ خو ځواب ورته نه ؤ شوی.

مودي ویلي، "چې څوک دوي پله د ترهګرۍ فېکټرۍ ليږي او د شا نه پرې ګوزار کوي مودي بيا په دغه ژبه کې په ځواب ورکولو پوهه دی".

د سرجيکل بريدونو پوښتنې ته په ځواب کې نوموړي ويلي، " ما ويلي ؤ چې د هند پوهه کولو نه وړاندې پاکستان ته اووايو چې که وخت لري چې راشي او جسدونه سمبال کړي مونږ ورته د ۱۱ بجو نه تر ۱۲ بجو پورې ټيلي فون کولو خو دوي د ځواب نه ويريدل او په ۱۲بجې بيا مونږ د هند ميډيا ته خبر ورکړو".

هند د کال ۲۰۱۶م د ستمبر په مياشت کې ادعا کړې وه چې د ۲۸م او ۲۹م نېټې په منځنۍ شپه کې يې د کشمير د وېشونکې پولې نه پورې غاړې پاکستان کې سرجيکل بريدونه کړي وواو په غټه کچه زاني زيان يې اړولی ؤ.

د پاکستان پوځ هغه وخت د هند دغه ادعا رد کړې وه چې ګنې هند سرجيکل بريدونه کړي وو او ويلي يې ؤ که څوک د پاکستان په خاوره سرجيکل بریدونه کوي هم دغه ډول ځواب به ورته ورکوي.

نريندرا مودي ويلي "مونږ په سوله يقين ساتوخو ترهګرۍ راستوؤنکي به ونه زغمو، په هاغه ژبه کې به ورته ځواب وايو چې په کومه پوهېږي او ترهګري به کله قبول نه کړو".

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د هندي وزيراعظم تازه بيان ته په غبرګون کې ويلي، د هند د مشرتابه لخوا د پاکستان پرضد د ګواښ بيان بايد نړیواله ټولنه په نوټس واخلي او اندېښنه پرې څرګنده کړي.

د بهرنيو چارو د وزارت وياند محمدفېصل د مودي لخوا پاکستان کې د سرجيکل بريدونو خبره رد کړې او ويلي يې دي دا جوړ شوی بيان دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG