لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور: د پښتون ژغورنې غورځنګ د ۲۲م اپرېل جلسې ته تیارۍ، کمپاین او امن لاریون


د پښتون ژغورنې غورځنګ له پېښوره وروسته په لاهور ښار کې د یوې سترې جلسې اعلان کړی دی او نن په دې ښار کې پر خلکو خبرپاڼې وېشل شوې او د ایف سي کالج زده کوونکو جلسې ته د خلکو د وربلنې په مقصد لاریون کړی دی.

د پېښور جلسې غوندې د لاهور جلسې د خبرپاڼو په وېشلو کې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ د نارینه غړیو په شمول ښځو هم ګډون وکړ. د وېمن ډیموکرېټک فرنټ مشره او ټولنیزه فعاله عصمت شاه جهان هم یوه له دغو ښځو څخه وه، چې نن یې په لاهور ښار کې پر خلکو خبرپاڼې ووېشلې.

پر فېسبوک په خپاره کړو عکسونو کې لیدل کېږي، چې مېرمن عصمت یوه رکشه چلوونکي ته او یوه پښتانه کارګر ته ولاړه ده د جلسې بلنې ورکوي. مېرمن عصمت له وي.او.اې سره په ځانګړو خبرو کې وویل، د کمپاین په مهال دوو تنو د جلسې خبرپاڼه د دې له لاسه واخیسته او څیرې یې کړه:

مېرمن عصمت شاه جهان په لاهور کې یو پښتانه رکشه چلوونکي ته د جلسې بلنه ورکوي.
مېرمن عصمت شاه جهان په لاهور کې یو پښتانه رکشه چلوونکي ته د جلسې بلنه ورکوي.

"په لاهور کې خو پښتانه اکثر مزدورکاره خلک دي هغوی راته وویل چې جلسې ته به راځي، خو یو پنجابي پر ما سمه حمله وکړه او پمفلټ [خبرپاڼه] یې زما له لاسه واخیسته ویې شلوله. یوه بله پېښه هم وشوه، چې کومه رکشه کې زه راغلم ډرېور یې پښتون وو، هغه ویل زه به دا اعلان پر خپله رکشه ولګوم، خو هلته یو موټر ودرېد، چې تصویر یې ولید ویل ماته هم یو راکړه، ما چې ورکړ ویې شلاوه، زه یې په مخ په وویشتم او راته ویې ویل: (غدار مرده اباد، له لاهور ووځه) ".

عصمت شاه جهان وایي په لاهور کې ټول کیڼلاسي او ملتپال ګوندونه او سازمانونه د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ کوي او د جلسې لپاره ورسره کمپاین کوي، خو وایي دا لومړنۍ پښتنه ده چې له اسلام اباده د جلسې کمپاین ته ورغلې ده.

علي شېرانی د ږوب سیمې یو ځوان دی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو فعال غړی دی او د دې تحریک له خوا یې د ږوب او پېښور جلسو لپاره هم کمپاین کړی وو او اوس د لاهور جلسې لپاره له خپلو څو ملګرو سره لاهور ته تللی دی. هغه وي.او.اې ته وویل:

علي شېرانی په لاهور کې یو پښتانه ته د جلسې خبرپاڼه ورکوي.
علي شېرانی په لاهور کې یو پښتانه ته د جلسې خبرپاڼه ورکوي.

"خلکو ته مو چې خبرپاڼې ورکولې جواب یې ډېر مثبت وو، خبرپاڼې یې ور اخیستلې، هم پښتنو او هم د پنجابیانو د جلسې په اړه زموږ خبرو ته غوږ نیوه. موږ دلته پراخ کمپاین پیل کړی دی او امکان شته چې د پښتنو په شمول د لاهور خپل خلک هم دې جلسې ته راشي".

د لاهور جلسې لپاره نن د دې ښار په ایف سي کالج کې زده کوونکو یو امن لاریون هم ایستلی وو، چې بېلابېلې شعارپاڼې یې هم په لاسونو کې را اخیستې وې. په دې لاریون کې د پښتنو ځوانانو په شمول د لاهور او د پنجاب د نورو سیمو ځوانانو هم ګډون کړی وو.

د دې امن لاریون یو تنظیموونکی ازل خان اڅکزی وو، چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمود خان اڅکزي کشر زوی دی. ازل خان وي.او.اې ډیوه ته وویل، د لاهور تقریباً ۹۰ فیصده خلک خصوصاً زده کوونکي په دې خبر نه وو، چې پښتون تحفظ موومنټ څه شی دی، خو وایي د دوی لاریون د ټولنیزو رسنیو له لارې د ښار اکثر ځوانان د جلسې لپاره خبر کړل:

د لاهور په ایف سي کالج کې د پي ټي ایم په ملاتړ امن لاریون.
د لاهور په ایف سي کالج کې د پي ټي ایم په ملاتړ امن لاریون.

"د لاهور په کالجونو او پوهنتونونو کې چې کوم پښتانه ځوانان دي هغوی به ضرور جلسې ته راځي، خو زموږ په کالجونو کې پښتنې نجونې لږ دي نو نه ده معلومه چې هغوی به په جلسه کې ګډون وکړي که نه، مګر موږ د جلسې لپاره سبا د جمعې په ورځ هم کمپاین کوو".

د لاهور جلسې په اړه د پنجاب حکومت مخکې له مخکې څه نه دي ویلي، خو یو لور ته د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشرانو سره ژمنه کړې چې غوښتنې به یې ومنل شي او بل لور ته د پاکستان پوځ سره له دې چې د دې تحریک غوښتنې پر ځای ګڼي، خو تور ورباندې لګوي چې دا تحریک یو پلان شوی تحریک دی او له بهره یې ملاتړ کېږي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG