د افغانستان د دفاع وزارت ويلي د هېواد په بېلابيلو برخو کې د دفاع او امنيتي ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو د يو قومندان په ګډون ۱۷ تنه ترهګر وژل شوي، ۲۰ ژوبل او ۱۵ مشکوک کسان نيول شوي دي.
د دفاع وزارت ویلي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دفاعي او امنیتی ځواکونو په ځمکه او هوا د لارې دا عمليات په ننګرهار، کاپيسا، خوست، لوګر ، پکتيا، فارياب او هلمند کې ترسره کړي دي.
وزارت ويلي په اروزګان کې اته ترهګر وژل شوي او د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې د يو سيمه ييز طالب قومندان په ګډون درې ترهګر وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل کړی شوي دي.
پرون د پنجشنبې په ورځ افغان رسنيو خبر ورکړی ؤ چې فارياب کې طالبانو وسله والو په کوهستان ولسوالۍ بريد کړی خو دولتي ځواکونو دغه بريد په شا تمبولی او نښته چې تر څو ساعتونو روانه وه پکې د ۲۴ طالبانو د وژلو ادعا شوې وه.
د راپورونو ترمخه په دغه نښته کې د ولسي پاڅون يو مشر هم وژل شوی ؤ.
د افغانستان په بېلابيلو برخو کې افغان ځواکونه د بهرنيو ځواکونو په مرسته د دولت مخالفه وسله والو پرضد په عملياتو بوخت دي.