لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي کوریا دخپلو اټومي اؤ میزائیلي ازموئنو د ودرؤلو اعلان وکړو


دشمالي کوریا مشر کم جونګ دنورو اټومي اؤ میزائیلي ازموئنو د ودرؤلو اعلان کړی اؤ ویلي یې دي سم دنن څخه خپل ټول هاغه تاسیسات تړي چې د ایټمي وسلو ازموئنې دپاره یې پرانستي دي.

شمالي کوریا دغه اعلان وړاندې له هغې کړی چې ټاکل شوې د امریکا صدر ښاغلی ډانلډ ټرمپ سږکال د جون په میاشت کې دشمالي کوریا د مشر کم جونګ سره لیدنه کوي.

نړیوالې خبرې خبري شبکې ای ایف پي د شمالي کوریا د مشر کم جون له خولې ویلي چې دهغه هیواد نور ایټمي یا میزائیلي ازموئنو ته اړتیا نه لري اؤ شمالي کوریا به اوس نړۍ څخه د اټومي ازموئنو د مخنیوي دهڅو یوه برخه جوړیږي.

امریکا صدر ډانلډ ټرمپ پخپل یو ټویټ کې د شمالي کوریا لخوا د اټومي اؤ میزائیلي ازموئنو د ودرؤلو اعلان یو ستر پرمختګ بللی اؤ ویلي یې دي دا د ټولې نړۍ دپاره یو ښه خبر دی.

اوړمه ورځ صدر ټرمپ په ډاګه کړې وه چې هغه به د شمالي کوریا د صدر کم جونګ سره لیده کاته کوي خو که پوئ شو چې دغه لیدنه څه ګټه نه لري نو دخبرو څخه به په نیمه کې پورته شي.

د امریکایي‌ سي ایي ای مشر مائیک پوپیو هم دوه اوونۍ وړاندې د شمالي کوریا د مشر کم جونګ سره لیدلي وؤ اؤ ټرمپ خپلو همکارانو ته هم ویلي چې ددغه لیدنې څخه د غوره پائیلو ترلاسه کولو دپاره کار وکړي .

چارواکو ویلي، د مائیک پومپیو او د شمالي کوریا دمشر ترمنځ دا پټ ملاقات د امریکا دصدر ډانلډ ټرمپ او د شمالي کوریا دمشر ترمنځ د ممکنه غنډې لپاره د روانو تیاریو په لړ کې شوی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG