لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"دا هاغه پوځیان دي چې زما رور یې وژلی دی کنه؟"


په لاهور کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ جلسې ته خو ډیرو داسې خلکو ویناګانې کړي چې دپاکستان دپوځ دلاسه په زړه داغل شوي خو د پيښور د ارمي پبلک سکول په ترهګریز برید کې د وژل شوي ماشوم پلار فضل خان ایډوکیټ دغسې جلسې ته داسې وینا کړې چې دخلکو جذبات یې راپارولي دي.

فضل ایډوکیت جلسې ته پخپله وینا کې وویل” زه چې نن هم دخپلو بچو سره یو ځایې پخپل ګاډي کې په پوځي چیک پوسټ تیریږم نو وړوکی بچی رانه پوښتنه کوي چې بابا دا خو هاغه خلک دي کنه چې زما رور یې وژلی دی؟”

هغه وویل پاکستان کې دترهګرۍ ټولې پیښې دپوځ په صلاح شوي دي اؤ د ای پي ایس د پېښې نه وروستو ځینو پوځیانو پخپله منلې ده چې دغه پېښه پخپله پوځیانو کړې ده.

ښاغلي فضل ایډوکیټ دپاکستان پوځ ته په مخاطبه وویل" تاسو پښتنو ته ترهګر وایئ خو ترهګر تاسو یئ ، تاسو بې ګناه خلک وژلي دي"

هغه وویل تر ننه د ارمي پبلک سکول د وژل شوؤ ماشومانو کورنۍ ددغې پیښې دعدالتي پلټنو غوښتنې کوي خو څوک ورته غوږ ځکه نه نیسي که دغسې پلټنې وشي نو دپوځیانو د مخ نه نقاب کوزیږي.

دغه جلسې ته دپنجاب داسې ګڼو ټولنیزو فعالینو پیغلو هم ویناوې کړي دي چې دپاکستان دپوځ د تګلارو په تګلارو یې سخت ټکونه وکړل اؤ وئ‌ ویل دپاکستان پوځ دځان دپاره یو داسې پاکستان غواړي چې یوازې پوځ پکې خپل راج قائم وساتل شي اؤ اولس چې کوم پاکستان غواړي هغې کې دامن ، مینې اؤ انصاف خبرې شامل دي.

د لاهور په جلسه کې دپاکستان د معروف اردو ژبي انقلابي شاعر حبیب جالب لور د خپل پلار هغه نظم “دستور” هم په ترنم سره اورولی چې خلکو په چچکو بدرګه کړی.

حبیب جالب دغه نظم پخپل ژوند د پوځي مارشل لاء په ضد هم په موچي ګیټ کې یوې جلسې ته اورولی ؤ چې نن هم په دغه مقام دپښتون ژغورنې دغورځنګ جلسه شوې ده.

دغې جلسې ته یوې داسې میرمنې هم وینا کړې ده چې ویل یې دپښتونخوا دمردان سیمه کې پیدا شوې اؤ په پنجاب کې واده شوې ده خو خاوند یې دتیرو څو کلونو راهسې پوځیانو پورته کړی اؤ تر اوسه لادرکه دی.

دغه میرمنې وویل هغې ته نن په پنجاب کې د پښتنو جلسې همت ورکړی اؤ نور به د پښتنو په هره جلسه کې د ظلم په ضد غږ پورته کوي.

جلسې ته د پنحاب یوې داسې محصلې پیغلې هم د پوځ په ضد شعارونه ورکړي چې د انقلاب سور لباس یې په تن ؤ اؤ په مټ یې د احتجاج توره پټۍ تړلې وه

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG