لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کابل خونړي برید نړيوال غبرګون راپارولی، د وژنو شمېره د ۶۰ نه اوړېدلې


په کابل کې پرون د داعش په بريد کې د امنیې قومندانۍ په خبره د وژنو شمېره ۶۰ تنو ته رسېدلې او ۱۲۰ نور ټپیان دي.

د افغان حکومت په ګډون د سیمې اونړۍ يو شمېر هیوادونو یاد برید په سختو ټکو سره غندلی دی.

دافغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني او اجراییه رياست لخوا په خپرو شویو اعلامیو کې دتذکرو د وېش په مرکز ځانمرګي برید ستر بشري جنایت ياد شوی دی .

دارګ لخوا په خپره شوې اعلامیه کې جمهور رییس محمد ا شرف غني ویلي ترهګرپه ملي او ډيموکراتیک ارزښت باور نه لري او په وینا یې ترهګر په دې ډول بریدونو سره نه شي کولی چې په راتلونکو ټولټاکنو کې د ولسونو د ګدون مخنیوی وکړي.

په کابل کې د امریکا متحدو ایالتونو سفارت پرونی برید د بشرضد کړنه یاده کړې او ویلي دي چې د افغانستان اوامریکا ترمنځ د همکاریو رابطې به نورې هم غښتلې شي او له افغان حکومت سره یې د امریکا د مرستو په دوام ټینګار کړی دی.

په ورته وخت کې ملګروملتونو((یوناما)) او همداراز د دې نړیوال سازمان ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو په یو بیان کې د برید قرباني شویو کسانو له کورنیو سره همدردي او خوا خوږي شریکه کړې ده.

دملګروملتونو ادارې ویلي ترهګر د عامو ولسي خلکو ژوند ته درناوی نه لري اوپرعامو ولسي خلکوشوی د تیرې ورځې شوی برید د ترهګرو لیدلوری روښانه کړ.

همدارازد ناټو سرمنشي هم پلازمینې کابل کې شوی برید پرضد غبرګون ښودلی او ویلي دي چې د ناټوغړي هیوادونه به له ترهګرۍ سره د مبارزې په چارو کې دافغان حکومت ننګه کوي.

پاکستان هم پرون په کابل کې بريد او بغلان کې شوې چاؤدنه په سختو ټکو کې غندلې وه.

دکابل په لویدیځ دشت برچې سیمه کې دولسي جرګې او ولایتي شوراګانو په راتلوونکو ټاکنو کې د برخې اخیستو لپاره دشناختي کاردونو دویش په یومرکز کې د شوي ځانمرګي برید له امله دکابل امنیې قومندانۍ دمعلوماتو له مخې۶۰ تنه وژل شوي او ۱۲۰ نورټپیان دي.

د امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزي وي او ای ډیوه سره په خبرو کې ویلي دا مهال د وژل شویوکسانو شمېر ۶۰ تنو ته رسیدلی او ۱۲۰ نورټپیان شوي دي.

نوموړي وویل"هغه راپورونه چې مونږ ته رسیدلي د ۷ ماشومانواو ۲۷ تنو ښځوپه ګډون۶۰ تنه وژل شوي او۱۲۰نورټپیان شوي دي".

خوپه نا تایید شوؤ رپوټونوکې د وژل شویو کسانو شمیر ۶۸ تنه اود۱۲۰ کسانود ټپي کیدو ویل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي،دشناختي کارډونوپه مرکز کې ځان وژونکی برید هغه وخت ترسره شو چې د عامو ولسي خلکوپه قطار کې بریدګر په ځان پورې تړلو چاودیدونکوتوکو ته چاودنه ورکړه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG