د سېتارې هم د نورو جونو په څېر اوږده وېښته خوښېږي خو دې د تېرې یوې لسیزې راهیسې د هلکانو کالي اغوستي.
سېتاره د خپل پلار او مور لخوا مجبوره شوېده چې د هلکانو جامې واغوندي ځکه هغوی ځوی نه درلود.
د فرانسې خبري رسنۍ د هغې کیسه لیکلې چې پکې راغلي دي، سېتاره پنځه خورګانې لري خو یو ورور هم نه لري.
که انجونو ته د هلکانو جامې واغوستل شي نو د بچه پوش اصطلاح ورته کارول کیږي.
دا یوه دري ژبې اصطلاح ده، چې معنی یې انجلۍ ته د هلک د جامو اغوستل دي.
انجلۍ ته د هلک جامې ځکه اغوندي چې د هلک په څېر د کور کار وکړي ځکه په دغسې کورنیو کې هلکان نه وي.
۱۸ کلنه سېتاره د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې په یوې غریبې کورنۍ او خټین کور کې اوسېږي چې د ژوند اوږده برخه یې د هلکانو په جامو کې تېره کړېده.
هر سهار هغه د نارینه په څېر جامې اغوندي او کله کله خپل واړه وېښته هم په واړه څادر سره پټ او د خبرو پر وخت خپل غږ ډبل کړي چې څوک یې په جنسیت باندې پوه نشي.
سېتارې د فرانسې خبري رسنۍ (اې اف پي) ته ویلي دي:
(ما هېڅکله هم داسې فکر نه دی کړی چې زه دې ګواکې انجلۍ یم.)
سېتاره د خښتو په یوې بټۍ کې له خپل زاړه پلار سره د اونۍ شپږ ورځې کار کوي تر څو د بټۍ د مالک هغه قرض پوره کړي چې دوی د خپلې کورنۍ د خوړو او رزق لپاره ترې اخیستی دی.
سېتاره وايي، پلار مې تل راته د مشر ځوی خطاب کوي او کله کله د جنازو په مراسمو کې هم د هغه د مشر ځوی په څېر ګډون کوم خو که د انجلۍ په جامو کې وای نو هېڅکله به ورته دا اجازه نه وه ورکړل شوې.
سېتاره وايي، د کار په ځای کې اکثره خلک په دې نه پوهېږي چې هغه یوه انجلۍ ده.
(که خلک په دې پوه شي چې زه یوه ۱۸ کلنه انجلۍ یم او له سهاره تر ماښامه په بټۍ کې کار کوم نو زه به د کار په ځای کې له ډېرو ستونزو سره مخ شم او ښايي حتی وتښتول شم.)
سېتاره اته کلنه وه چې د خښتو په بټۍ کې یې کار پیل کړ. د دې څلور نورې خورګانې هم تر دې مخکې د خښتو په بټیو کې تر هغو پورې کار کاوه تر څو چې واده شوې.
سېتاره د ۱۶۰ افغانیو په بدل کې چې څه باندې دوه ډالر کیږي د ورځې ۵۰۰ خښتې اچوي.
هغه د سهار له اوو بجو څخه د ماذدیګر تر پنځو بجو پورې د سوزنده لمر لاندې کار کوي.
سېتاره وايي:
(زه په دې کار نه شرمېږم خو همزولي مي وايي چې اوس ته پېغله شوې یې، په بټۍ کې کار مه کوه. خو زه څه وکړم بله لاره نه لرم.)
د سېتارې پلار نور وايي، خدای پاک ورته ځوی نه دی ورکړی. ده بله چاره نه درلوده پرته له دې چې خپلې لور ته د هلکانو جامې واغوندي او پرې کار وکړي.
دغه کورنۍ وايي، دوی د بټۍ له مالک څخه ۲۵۰۰۰ افغانۍ د سېتارې د مور د درملنې لپاره پور اخیستې دي ځکه د سېتارې مور د شکر یا شوګر ناروغۍ لري.
نور وايي، که یې ځوی درلودلی نو دا ډول ستونزې به یې نه لرلې او د لور ژوند به یې ارام و.
ده وړاندې وویل، اوس ټول مسولیت د ده او د سېتارې په غاړه دی او دوی مجبور دي چې د بټۍ د مالک پور خلاص کړي.
سېتاره وايي، په زړه یواځې یو ارمان لري او هغه دا چې کاشکې یو ورور یې درلودلاي.