لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ وایي د پښتون ژغورنې غورځنګ د غوښتنو منلو ته تیار دي


په پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غوښتنو لپاره یوه حکومتي اپیکس کمېټۍ ټاکل شوې، چې پوځي افسران، سیاستوال او ځایي مشران پکې شامل دي.

د پېښور لپاره د پاکستاني پوځ کورکمانډر لیفټینینټ جنرل نذیر احمد بټ هلته موجودو خبریالانو ته ویلي، چې د اپیکس کمېټۍ د جوړولو پرېکړه یې د پښتون ژغورنې غورځنګ د پینځو غوښتنو په رڼا کې جوړه کړې ده. ښاغلي بټ ویلي:

"د دوی [پي ټي ایم] غوښتنې ریښتینې او سمې دي او موږ تیار یو چې د دوی ټولې غوښتنې د آیین په دایره کې تر سره کړو".

د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د خبر له مخې، دغه کمېټۍ نن د نهې- سه شنبې په ورځ په پېښور کې په یوه جرګه کې جوړه شوې ده، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشرانو سره به خبرې اترې کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران وایي، دا د دوی د مبارزې ګټه ده چې مخکې یې ورباندې د بهرنیو ایجنټانو تور پورې کاوه خو اوس یې غوښتنې ریښتینې وګڼل شوې، خو وایي تر اوسه له دوی سره چا په سرکاري توګه د خبرو اترو لپاره اړیکه نه ده نیولې.

لاهور جلسه
لاهور جلسه

د غورځنګ فعال غړي محسن داوړ وي.او.اې ډیوه ته وویل، دوی له مذاکراتو انکار نه کوي، خو وایي دوی مذاکرات له هغه چا سره کوي چې د دوی د غوښتنو د تر سره کولو واک ورسره وي او دوی ته باور ورکړي:

"په مذاکراتو کې به د پاکستان د ریاست ټول واکمن خلک پوځ او ایجنسۍ [استخباراتي ادارې] شاملې وي او موږ ته به باور او ضمانت هم راکوي، هسې نه چې نن خبرې راسره ومني او سبا له خپلې خبرې په شا شي".

د پاکستاني پوځ له خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ د غوښتنو لپاره دغه اعلی کمېټۍ په داسې وخت کې جوړه شوې، چې ایله دوې ورځې وړاندې د غورځنګ مشر منظور پښتین په لاهور ښار کې جلسې ته په وینا کې غوښتنه وکړه، چې د دوی د غوښتنو لپاره دي "د ریښتیا سپړلو او مفاهمت کمېشن جوړ شي".

د پېښور د کور کمانډر له خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه تر خبرونو خپرېدو وروسته د پاکستاني پوځ د مطبوعاتو څانګې آی ایس پي آر له وي.او.اې او نورو رسنیو غوښتي چې دا خبر له خپلو ویبپاڼو لرې کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په جنورۍ میاشت کې د نقیب مسید د وژنې په ضد پیل شو، چې د هغه په وژنه د تورنو کسانو د نیونې تر څنګ یې څلور نورې غوښتنې وې، چې وایي په فاټا کې دي ښخ شوي ماینونه پاک شي، تر چاودنو وروسته دي کرفیو یا ګرځبندیز نه لګېږي، پر چیک پوسټونو دي خلک نه ځورول کېږي، جبري ورک خلک دي عدالتونو ته وړاندې شي او د غیرعدالتي وژنو لپاره دي عدالتي کمېشن جوړ شي.

په پېښور جلسه کې د ورکو خلکو د کورنیو غړي.
په پېښور جلسه کې د ورکو خلکو د کورنیو غړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه د پوځ پخوانی دریځ:

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه د اپرېل په ۱۲مه په پینډۍ کې د پوځ په مرکزي دفتر کې یوې غونډې ته وویل، په فاټا کې امن پر ځای شوی خو ځینو خلکو یو نوی تحریک پیل کړی او ځینې کورني او بهرني لاسونه د هېواد د سلامتیا خلاف دي.

جنرل باجوه دغه نوی تحریک په نامه نه وو یاد کړی، خو د څېړونکو په وینا اشاره یې د پښتون ژغورنې غورځنګ ته وه. په خپله وینا کې هغه دا نه ده سپینه کړې چې د پاکستان په ضد کورني او بهرني لاسونه له نوي تحریک سره مل دي که څنګه.

جنرل باجوه د اپرېل په ۱۳مه په پېښور کې هم په خپلو خبرو کې له قبایلي سیمو پیل شوی غورځنګ په بهرني ملاتړ تورن کړی وو او ویلي یې وو چې انجینېرډ [پلان شویو] احتجاجونو ته به اجازه ور نه کړي.

د پاکستاني پوځ ویاند مېجر جنرل آصف غفور د مارچ په ۲۸مه یوې خبري غونډې ته ویلي وو، منظور پښتین چې کومې غوښتنې ورته وړاندې کړې وې، د هغوی "جایزې غوښتنې" یې منلې دي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG