لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان او روس پوځي مشرانو د پوځي اړیکو پر زیاتولو ټینګار کړی


Photo courtesy: ISPR
Photo courtesy: ISPR

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه روس ته د سفر په مهال د دې هېواد له پوځي مشرانو سره لیدلي او د دواړو هېوادونو تر منځ پر دوه اړخیزه امنیتي همکارۍ او په سیمه کې د امن او ارامۍ په اړه یې خبرې کړې دي.

پاکستاني پوځ له خپل دفتره په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د روس د پوځ مشر ویلري ګراسیموف د ترهګرۍ په ضد د پاکستان کامیابۍ ستایلې او په افغانستان کې یې د امن او پخلاینې په برخه کې د پاکستان د هڅو ملاتړ کړی دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې جنرل قمر جاوید باجوه هم د روس له پوځي مشر سره د لیدو په وخت ویلي، پاکستان د هغو ټولو هڅو هرکلی کوي چې افغانستان او ټولې سیمې ته امن او ارامي راولي.

جنرل باجوه ویلي هېواد یې غواړي نور د سړې جګړې د زمانې له بې ګټې فعالیتونو را ووځي، چې د ده په وینا اوس هم په جنوبي اېشیا کې موجود دي.

ښاغلي باجوه ویلي پاکستان د هیڅ هېواد په وړاندې د دوښمنۍ پلانونه نه لري او نور غواړي چې له یوه بل سره د تړون په وسیله د خپلواکې برابرۍ او ګډ پرمختګ په بنیاد د سیمه ییزې همکارۍ د چوکاټ لپاره کار وکړي.

د پاکستاني پوځ مشر نن د شورو- چارشنبې په ورځ د روس د پوځ له یوه بل مشر اولیګ سالیوکوف سره هم د ماسکو په کریملین ماڼۍ کې لیدلي او هغه ته یې ویلي هېواد یې غواړي له روس سره پوځي اړیکې زیاتې کړي.

د پاکستان سرکاري خبري ایجنسۍ اسوشېټډ پریس وایي، جنرل اولیګ سالیوکوف جنرل باجوه ته په ځواب کې ویلي، چې پاکستان له جغرافیایي او سټرېټیجک پلوه ډېر مهم هېواد دی، ځکه نو روس هم غواړي چې له دې هېواد سره ګډې پوځي مرستې لا زیاتې کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG