لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې له وزیراعظم وروسته دبهرنیو چارو وزیر هم محکمې نااهله کړی


دپاکستان داسلام اباد هائیکورټ ددغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی خواجه اصف په یوه بهرنۍ کمپنۍ کې د نوکرۍ کولو په دوسیه کې د ټول عمر دپاره نا اهله ګرځولی چې ددغه پریکړې سره سم خارجه وزیر دخپل منصب څخه کوز شوی دی.

له دې وړاندې دپاکستان سترې محکمې ددغه هیواد وزیراعظم ښاغلی نوازشریف هم د متحده عرب اماراتو په اقامې لرلو دخپل منصب څخه ګوښه کړی اؤ دټول عمر دپاره یې نا اهله ګرځولی ؤ.

نا اهله کړل شوي د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف اعلان کړی چې هغه به د اسلام اباد هائیکورټ ددغه پریکړې په ضد د سترې محکمې دروازه ټکوي.

دبهرنیو چارو د وزیر خواجه اصف په ضد د مخالفې ډلې تحریک انصاف یو مشر عثمان ډار د اسلام اباد محکمې ته خواست کړی ؤ چې هغه د هیواد څخه دباندې په یوه کمپنۍ کې نوکر دی ځکه نو د وړتیا نه لرلو له امله دې هغه د وزارت د چوکۍ نه کوز کړل شي.

په دغه خواست د اسلام اباد هائیکورټ څو کرته د دوسیې اوریدنې وروسته خپله پریکړه خوندي کړې وه چې نن د زیارت په ورځ د یادې محکمې د قاضي اطهر من الله په مشرۍ د اسلام اباد هائیکورټ درې کسیزې څانګې دغه پریکړه اورولې ده.

محکمې د ۲۵ؤ پاڼو پخپله اورؤل شوې پریکړه کې د پاکستان د اساسي‌ قانون د ۶۲ مادې د ون ایف دفعې لاندې خارجه وزیر خواجه اصف دټول عمر دپاره نا اهله وګرځولو چې ددې سره سم هغه له خپلې دولتي څوکۍ څخه کوز شوی دی.

د نااهله ګرځول شوي وزیر خواجه اصف وکیل په محکمه کې په هغه لګیدلي ټول تورونه رد کړي وؤ اؤ ویلي یې وؤ چې خواجه اصف په خارج کې د یوې کمپنۍ سره یوازې د قانوني‌صلاح کار په توګه کار کوي.

په عین حال کې نا اهله ګرځول شوي د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي خواجه اصف دپاکستان یو شخصي ټيلي ویژن چینل ته ویلي چې دهغه په ضد اورؤل شوې پریکړه کې دانصاف نه کار نه اخستل شوی اؤ هغه به ددې پریکړې په ضد سترې محکمې ته ورځي.

هغه ویلي چې په ټولټاکنو کې دبرخې اخستو په مهال یې د الیکشن کمیشن څخه هیڅ یوه خبره پټه نه ده ساتلې.

له دې وړاندې تیرکال په ۲۸مه جولایي دپاکستان وزیراعظم ښاغلی نوازشریف د متحده عرب اماراتو په اقامې لرلو دخپل منصب څخه ګوښه کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې کله ټولټاکنې کیدلی نو نوازشریف دا خبره پټه ساتلې وه چې ګنې هغه دهیواد څخه دباندې هم چرته کار کوي یا پنګې لري.

دپاکستان واکمن ګوند مسلم لیګ(ن) د اشارو په ژبه تور لګوي چې ستره محکمه دپوځ په وینا دهغوئ په ضد ولاړه ده اؤ هڅه کوي‌ چې سږکال په راتلونکو ټولټاکنو کې دپوځ په ملاتړ د تورن عمران خان په مشرۍ دتحریک انصاف ګوند ته په اقتدار کې د راتللو موقعه ورکړي.

خو دپاکستان د سترې محکمې مشر ښاغلی جسټس ثاقب نثار پرله

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG