لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان او ایران پوله له درو میاشتو تړلې، تاجرانو احتجاج کړی


د پاکستان او ایران تر منځ ګډه پوله له تېرو درو میاشتو د هر ډول تګ راتګ او تجارت لپاره تړلې ده، چې په ضد یې نن د زیارت- پنجشنبې په ورځ په سرحدي ښار تفتان کې احتجاج او کاربندیز شوی دی.

د سیمې تاجران وایي د پولې د تړل کېدو له امله د چاغي، نوشکي او تفتان خلک له ستونځو سره مخامخ دي او د خوراکي موادو بحران هم جوړ شوی دی.

د تفتان ښار تاجرانو خپل ټول تجارتي مرکزونه او دوکانونه د احتجاج په توګه تړلي وو او د پولې پر لور تړلی سړک یې هم بند کړی وو، چې له کبله یې ګڼ شمېر کنټینر لارۍ او د تېلو ټانکران هم هلته بند پاته وو.

د تاجرانو سازمان له خوا احتجاجي لاریون هم وشو، چې ګڼ شمېر تاجرانو پکې ګډون کړی وو. دوی د تفتان سرحدي دروازې مخې ته د احتجاج په توګه ټایرونه هم وسوځول او د پولې د تړل کېدو په ضد یې شعارونه هم ورکړل.

​تاجران وایي د پولې تړلو هم د پولې دواړو غاړو ته پراته ولسونه اغېزمن کړي دي او د هغو خلکو پینځلس ورځنۍ راهدارۍ هم بندې شوې دي چې تر خپل منځ رشتې سره لري او هم یې پر سرحد ۵۰۰۰ کارګر بې روزګاره کړي دي چې بل هیڅ روزګار نه لري.

پاکستاني رسنۍ وایي د تفتان مرستیال کمینشر نن د پنجشنبې په ورځ له احتجاج کوونکو تاجرانو سره مذاکرات کړي او هغوی ته یې د پولې د پرانیستل کېدو ډاډ ورکړی، چې تر هغه وروسته تاجرانو احتجاج پای ته رسولی دی.

تاجرانو د ایران پر پوله د احتجاج په توګه ټایرونه سوځولي.
تاجرانو د ایران پر پوله د احتجاج په توګه ټایرونه سوځولي.

د پاکستان او ایران تر منځ پوله د ایران حکومت له تېرو درو میاشتو تړلې ده او تور پورې کوي چې له پاکستانه خلک په غیرقانوني توګه ور اوړي او هلته د ترهګرۍ پېښې تر سره کوي او د دې تر څنګ بشري قاچاکبر هم خلک ور اړوي او د ایران له لارې یې نورو هېوادونو ته لېږدوي.

ایراني چارواکي دا تور هم لګوي چې د نشه یي موادو قاچاکبر هم له دې ګډې پولې غیرقانوني ګټه اخلي او نشه یي مواد د ایران له لارې نورو هېوادونو ته وړي.

پاکستاني چارواکي وایي، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ورته ډاډ ورکړی چې پوله به ژر بیرته پرانیزي او د دواړو هېوادونو تر منځ تجارت به بیرته پیل شي، خو تر اوسه یې نه ده پرانیستې.

د یادونې وړ ده چې په روانه اپرېل میاشت کې هم ایراني سرحدي ځواکونو د بلوچستان په سرحدي سیمه تربت کې د پښتونخوا د بنو دوه کسان وژلي او پینځه نور یې ژوندي نیولي وو، چې وایي په غیرقانوني توګه ور اوښتل.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG