دهند دکرکټ اوپنر لوبغاړي ګوتم ګمبهير په پاکستان سخته نيوکه کړې اؤ پخپل حکومت يې غږ کړى چې دپاکستان سره يواځې په کرکټ نه بلکې په ټولو څانګو کې خپلې اړيکې غوڅې کړي.
خبري شبکې اى اين ايي دګوتم ګمبهير له خولې ليکلي " پاکستان سره يواځې دکرکټ نه کول به ګټه ورنه کړي، که چرې بنديز لګول کيږي، نو دا په ټولو څانګو کې لګيدل پکار دي، که هغه فلمونه وي، موسيقي او يا کومه بله څانګه وي، په هند کې دپاکستان څخه تر هاغه وخته چاته دکار اجازه نه دي ورکول پکار ، ترڅو چې ددواړو ګاونډيانو ترمينځ اړېکې ښې شوي نه وي"
هندي لوبغاړي پخپله حکومت دګاونډي هيواد(پاکستان) په ضد دنورو سختو ګامونو اخستو په ضرورت ټينګار هم کړی دى.
هغه ويلي په دې نزدې وروستيو کې هند دپاکستان سره په ګڼو موقعو مذاکرات پيل کړي، خو هيڅ حقيقي پايله يې نه ده ترلاسه شوې،
نوموړي ویلي "دهر هيواد دخپلې کچې صبر او ارزښت وي، لمړى څيز، بې شکه چې خبرې دي، خو که چرې دغه ګټورې نه ثابتيږي نو بايد سخت ګام واخستل شي"
له دې وړاندې ګوتم ګمبهير وروستو له هغې دپاکستان دتکړه لوبغاړي شاهد افريدي په ضد ودريدلى و او هغه ته يې په ټولنيزه ميډيا " په ذهني توګه پسمانده" ويلي وؤ چې شاهد افريدي دهند دانتظام لاندې کشمير کې دتشدد په ضد څرګندونې کړې وې.
دټولنيزو رابطو په ويب پاڼه ټويټر ملګرو ملتونو څخه له دې غوښتنې وروسته چې دهند د انتظام لاندې کشمير کې دې دبې ګناه خلکو دوژنې دمخنيوي لپاره مداخلت وکړي، دهندي کرکټ ټيم دکپتان ويرات کوهلي په ګډون هندي لوبغاړو په شاهد افريدي د سختو نيوکو لړۍ پيل کړې ده.
ويرات کوهلي پخپل يو بيان کې ويلي وو هغه دداسې يو څيز ملاتړ هم نه شي کولى چې دهند دګټو په ضد وي.
دنړيوال کپ ګټونکي پخواني هندي کپتان کپل ديو په دې خبره دحيرانتيا څرګندونه کړې وه چې اخر افريدي ته دومره ارزښت ولې ترلاسه کيږي؟
هندي کرکټ سُريش راينا پخپل يو ټويټ کې ويلي وو چې کشمير دهند نه بيليدونکې برخه ده او وي به، هغه دا هم ويلي وو چې کشمير هاغه قيمتي خاوره ده چې هغه مشران پکې زيږيدلي وو.